slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کونړ ولایت وياند عبدالغني مصمم د ياد ولايت د والي الحاج مولوي قدرت الله ابو حمزه له قوله ويلي، چې د ولسونو او ولایتي ادارې غوښتنو په اساس ټولګټو چارو وزارت له خوا نورګل او سرکاڼو ولسوالیو کې د کونړ پر سیند پراته د زیړي بابا او پشد زیانمن شوي پلونه بیارغول کېږي.

سرچينې ويلي چې دغه پلونه د خراب کېفیت له امله کلونه وړاندې تخریب شوي و،چې د ولسونو ستونزو هوارۍ  په موخه د اسلامي امارت له خوا بیا رغول کېږي.