ټولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ له لارې سږ کال د صادراتو تازه ارقام له رسنیو سره شریک کړي.
ټولګټو وزارت خبر ورکړی، چې د تېر ۱۴۰۳ هـ.ش. کال د کب مياشتې له پيله تر پايه د حیرتان بندر له لارې ۲۷۴زره ۸۵۲ ټنه، د آقینې بندر له لارې ۱۴زره ۷۲۷ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۵۲ زره ۴۸۳ ټنه او د خواف-هرات له لارې ۱۶۰۲۳ مټریک ټنه، نفتي، غیر نفتي او نور مواد د اوسپنې پټلۍ له لارېه ېواد ته وارد او صادر شوي دي.