slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د چین د شانګ های ښار په کوربتوب د نویو ځوانانو او ځوانانو د ووشو دوولسم پړاو په اسیایي سیالیو کې افغان ووشوکارانو یو د نقرې او یو د برنزو مډال وګاټه.

په دغو سیالیو کې " محمد طه اسحاقي " د تالو په سبک کې د مکاو او برونای هیواد سیالانو ته ماته ورکړه او د نقرې مډال یې وګاټه، همدارنکه احمد اکبري په ساندا سبک او ۵۲ کیلو وزن کې له یوه استراحت او ترکمنستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د برنزو مډال په خپل نوم کړ، که چېرته اکبري سبانۍ سیالي له چین تایپي سیال څخه وګټي؛ نو د نقرې مډال به ترلاسه کړي.

په دغو سیالیو کې له افغانستان څخه د ووشو اووه کسیزې لوبډلې ګډون کړی، چې پنځه ورزشکاران او دوه د اړوند فدراسیون استازي پکې شامل دي. یادې سیالۍ د روانې میلادي میاشتې تر ۳۰ مې نېټې دوام کوي.