ټرمپ له هند سره د نوې سوداګریزې هوکړې نیت ښودلی.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له هند سره د یوې نوې سوداګریزې هوکړې پر جوړېدو کار روان دی، چې له پخوانیو تړونونو به توپیر ولري.
ټرمپ دا څرګندونې د سپینې ماڼۍ په یوې غونډه کې وکړې؛ خو د احتمالي تړون د محتوا او جزئیاتو په اړه یې معلومات ورنه کړل. نوموړي وویل، دا هوکړه به د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې نوې بڼه ورکړي او د تعرفو په برخه کې به نرمښت رامنځته کړي.
هغه زیاته کړه، چې هند له روسیې څخه د تېلو پېرل تدریجي کموي او د ده په وینا، امریکا هم د دې اقدام په بدل کې د هند پر وارداتي تعرفو د راکمېدو پرېکړه کړې ده.
شنونکي وايي، د امریکا او هند تر منځ د نوې سوداګریزې هوکړې نیت د دواړو هېوادونو تر منځ د ستراتېژیکو اړیکو د پیاوړتیا نښه ده، خو تر څو د تړون جزئیات نه وي افشا شوي، لا هم څرګنده نه ده چې دا موافقه به څومره عملي او اغېزمنه وي.
د امریکا او هند اقتصادي اړیکې په وروستیو کلونو کې د دواړو لورو د متقابلو تعرفو، د انرژۍ د بازار بدلون او د نړیوالو سیاليو له امله له یو لړ خنډونو سره مخ شوې وې.


