slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د خوست امنیه قومندانۍ اړوند د تعلیم او تربیې مدیریت په چوکاټ کې د امنیه قومندانۍ ، ولسواليو او امنیتي حوزو اړوندو امنیتي، تامیناتي او اداري منسوبینو ته پنځلس ورځینی روزنیز سمینار پای ته ورسید، چې پر دوام یې په بیلا بیلو نظامي، تخنیکي او اداري برخو کې ګډونوالو ته د وړتیا لوړونې په موخه روزنه ورکړل شوه.

په همدې تړاو ترتیب شویو مراسمو ته د خوست امنیه قومندان الحاج ملا عبدالله حماد په خپلو خبرو کې د سیمینار اړوندو موضوعاتو پر اهمیت خبرې وکړې.

ښاغلي حماد د پکتیا ولایت ملي پولیسو اکاډمۍ له مسٶلینو مننه وکړه چې د خوست امنیه قومندانۍ اړوندو منسوبینو ته یې په پوره اخلاص روزنه ورکړه او له ګډنوالو یې هیله وښوده چې زده کړي مسایل په کاري ساحاتو کې د ولس د چوپړ په موخه وکاروي.

د پکتیا ملي پولیسو روزنیز مرکز قومندان سمیع الله خالد د سمینار ګډونوالو ته، له یاد سمینار د فراغت مبارکي وویله او غوښتنه یې وکړه چې ټول زده کړي مهارتونه د خپلو مسٶلیتونو په اډانه کې د خدمت په موخه استفاد کړئ.
ښاغلي خالد د ملي پولیسو او منسوبینو د روزنې لپاره د ورته شان نورو روزنیزو برنامو ژمنه هم وکړه.

د یاد سیمینار ګډونوالو هم خوښي څرګنده کړه او ژمنه یې وکړه، چې د سیمینار په اوږدو کې ټول زده کړي مهارتونه او تکتیکونه به د خپلو خلکو او اسلامي نظام د خدمت په موخه په خپلو ورځنیو چارو کې عملي کوي.

یاد روزنیز سمینار د خوست امنیه قومندانۍ او د پکتیا ولایت ملي پولیسو روزنیز مرکز لخوا ترسره شو، چې د مسلکي استادانو لخوا د پولیسو تکتیکونو، محاسبې، لوژستیک، تدارکاتو او اداري برخو کې پولیسو او اداري منسوبینو ته بشپړه هر اړخیزه روزنه ورکړل شوه.

د یادونې وړ ده، چې ملي پولیس او منسوبین له خلکو سره د ښه چلند، وظیفوي مسٶلیتونو او اداري مهارتونو په برخه کې روزل شوي او لا هم د دوی د وړتیا لوړونې په موخه بېلا بېلې روزنیزې برنامې دوام لري.