slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

فراه کې د ۶ دولتي او خصوصي ښوونځیو ترمنځ د شل اوریز کرکټ جام سیالۍ پیل شوې. د کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې په لارښوونه او د پوهنې ریاست په همغږي دا لس ورځنۍ سیالۍ د احمد شاه بابا ابدالي، شیخ ابونصر فراهي، اقرا علم، عروج، کوثر نور او راه راستګاران ښوونځیو د لوبډلو ترمنځ کېږي.

د فراه د کرکټ بورډ آمر عبدالرازق عزیزی وايي، د دغو سیالیو موخه د زده‌کوونکو ترمنځ یووالی، ورورولي، همغږي او د ځوانو استعدادونو راسپړل دي.

د دې سیمې ځینو لوبغاړو، لکه سمیع‌الله همت او اکرام‌الله انوري، د دغو سیالیو پر پیل خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا ډول پروګرامونه د ځوانو استعدادونو د وده او د راتلونکو اتلانو د جوړولو لپاره ښه زمینه برابروي.

نوموړو له کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې په فراه کې د یوه معياري روزنتون او لوبغالي د جوړولو لپاره عملي ګامونه واخلي او پر ځوانانو یې د سپورټ د هڅونې غږ هم وکړ.

د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په پای کې به دوه پیاوړې لوبډلې او ځوان استعدادونه د کرکټ نورو کچو ته معرفي شي.