مهترلام ښار کې له ۱۲۰ راستانه شوېو کډوالو ښځو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه
د لغمان ولایت په مهترلام ښار کې د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې (UN WOMEN) په مالي ملاتړ او د برک افغانستان مؤسسې په تخنیکي همکارۍ له ۱۲۰ کډوالو ښځو سره د هګیو چرګانو مرسته وشوه.
یادې ښځې چې له ایران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوې دي، د دې پروژې له لارې له اقتصادي پلوه د ملاتړ وړ وپېژندل شوې.
په مرستو کې هرې کورنۍ ته ۲۹ د هګیو چرګان، یوه بوجۍ دانه، او د چرګانو د تغذیې لپاره اړین وسایل لکه اوبهخوري او دانهخوري ورکړل شول. دا مرسته د دې لپاره برابره شوې چې کورنۍ د چرګانو له لارې د هګیو تولید پیل کړي، خپل اقتصاد پیاوړی کړي، له مالي ستونزو ووځي او ورو ورو د دوامدار کسب څښتنې شي.
د توزیع په مراسمو کې د لغمان ولایت د صنعت او سوداګرۍ ریاست استازي، د برک افغانستان مسؤلینو او د ځینو کډوالو ښځو استازو ګډون کړی و. د مراسمو ګډونوالو دا نوښت د ښځو د اقتصادي پیاوړتیا او د کورني عوایدو د لوړولو په برخه کې یو اغېزناک ګام وباله.