slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د غویي ۲۱مه ۱۴۰۴ هـ. د مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې رسنیو ته ویلي چې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د بلخ ولایت د څلورم پورټ (نائب اباد) په ګمرک کي د (۳۰،۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د سوداګریزو توکو د تشرېح له پاره د سایوان جوړولو پروژې رغنیزي چاري (۸۵٪) بشپړي شوي دي.
دغه ستر سایوان (۳۵۰) متره اوږدوالی او (۲۳) متره پلنوالی لري، چي د چارو په بشپړېدو سره به یې د ګمرکي تشرېح پر مهال د سوداګریزو توکو د خوندیتوب په برخه کي سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼي اسانتیاوي رامنځته شي.
د یادي پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بوديجې څخه ورکول کېږي او چاري یې هم د یوه افغاني شرکت له لوري پرمخ وړل کېږي.