slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن ماښام د اسیا جام په سیلیو کې په خپل ګروپ کې د بنګله‌دېش د کرکټ لوبډلې سره مخامخ کېږي. لوبه د  ماښام اووه بجې پیلېږي.

افغان لوبډلې د روان جام لومړۍ لوبه له هانګ کانګ څخه وګټله او نننۍ لوبه یې دویمه ده، په داسې حال کې چې بنګله‌دېش خپله درېیمه لوبه کوي، لومړۍ یې وګټله او دویمه یې سریلانکا ته وبایلله. که افغان لوبډله بریا ومومي، نو د څلورو غوره ټیمونو په ډله کې به ځای ومومي، خو بنګله‌دېش به له سیالیو بهر شي.

د افغانستان کرکټ بورډ ویاند ویلي چې لوبډله بشپړه چمتو ده او د بریا احتمال یې ډېر دی. د لوبډلې روزونکي جاناتان تراټ ټینګار کړی چې افغان لوبغاړي باید هم په تپ اچونه او هم په توپوهنه کې غور وکړي، څو بریا یقیني کړي.