ننګرهار کې د پولیسو ترمنځ د یووالي په موخه دوستانه والیبال سیالي ترسره شوه
د ننګرهار ولایت د امنیه قوماندانۍ د ښوونې او روزنې مدیریت د سپورټ آمریت په نوښت، د پولیسو ترمنځ د ورورولۍ، یووالي او همغږۍ د پیاوړتیا په موخه یوه دوستانه والیبال لوبه ترسره شوه.
په دې جذابه سیالۍ کې، د امنیه قوماندانۍ والیبال ټیم او د ننګرهار محبس د منسوبینو ټیم یو د بل پر وړاندې ولوبېدل، چې د دواړو قطعاتو د مجاهدینو ترمنځ د ورورولۍ ښکلی انځور وړاندې شو. یاده لوبه د ګڼ شمېر منسوبینو لهخوا وڅارل شوه.
د امنیه قوماندان ملا محمد فرید عمر او د محبس رئیس مولوي سهیل سعید هم د لوبې نندارې ته حاضر وو، چې د دواړو لورو حضور د لوبې فضا ته ځانګړی رنګ ورکړ او ګډونوالو ته یې د ورزش د ارزښت په اړه روحيه ورکړه.
د سپورټ آمریت مسؤول وویل، چې ورزش د جسمي او رواني سلامتیا تر څنګ، د پولیسو ترمنځ نظم، محبت او انسجام ته ځانګړې معنا ورکوي.
د ښوونې او روزنې مدیریت ژمنه وکړه، چې دا ډول هڅوونکې او مثبتې ورزشي سیالۍ به په دوامداره ډول ترسره کوي، تر څو د پولیسو ترمنځ ورورولي او همغږي لا پیاوړې شي.