slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارات وايي چې په ټول هېواد کې د تېرو کلونو په پرتله د اینځرو په حاصلاتو کې ۳۵ سلنه ډېروالی راغلی. 

د یاد وزارت د وېبپاڼې په استناد؛ سږکال له ټول هېواده ۱۵۱زره او ۷۵۴ مټریک ټنه اینځر ترلاسه شوي، په داسې حال کې چې تېر د تېر کال تولید ۱۱۱ زره او ۷۷۴ مټریک ټنه ښودل شوي وو، چې له دې مخې سږ کال په دې حاصلاتو کې ۳۹زره او ۹۸۰ مټریک ټنه ډېروالی ښيي.

د خبرپاڼې په حواله د یادې مېوې ډېره برخه حاصلات په کندهار، زابل، هرات، روزګان او هلمند ولایتونو کې ترلاسه شوې دي.

د یا وزارت کې وړاندې راځي  چې سږ کال، ۱۷ زره او ۵۰۷ هکتاره ځمکه د انځرو بڼونو پوښلې وه، چې له دغو بڼونو څخه ۱۵۱ زره او ۷۵۴ میټریک ټنه حاصل راټول شوي دي.

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په راتلونکي کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د اینځرو معیاري بڼونو جوړولو ته تابیا لري، چې له مخې به یې په هېواد کې د وچې او تازه مېوې تولید کې زیاتولی راشي او ګڼو هېوادوالو ته به پکې د کار زمینه برابره شي.