پاکستاني طالبانو د خپلو عملیاتو کلنی راپور خپور کړی، په راپور کې د سلګونه پاکستاني ځواکونو د وژلو ادعا شوې.
د پاکستاني طالبانو تحریک (TTP) د خپلو پوځي فعالیتونو کلنی راپور خپور کړی. دوی ادعا کوي، چې تېر یوه کال پکې یې په پاکستان کې ۵۵۶ بریدونه کړي دي. د دې ډلې په وینا، په دغو بریدونو کې ۵۴۴ د پاکستان پوځیان وژل شوي، ۹۳۰ نور ټپیان شوي او ۱۲ تنه ژوندي نیول شوي دي.
د دې راپور له مخې، بریدونه د بېلابېلو تکتیکونو له لارې شوي، چې پکې کمینونه، د نښه ویشتونکي بریدونه، چریکي جګړې، راکټي او لاسي بم بریدونه، چاودنې، تعرضي او ځوابي حملې، موخنې وژنې او ځانمرګي بریدونه شامل دي.
پاکستاني طالبانو همداراز ادعا کړې، چې د دې عملیاتو پر مهال یې د امنیتي ځواکونو ګڼ شمېر وسلې، مهمات او نور پوځي تجهیزات هم نیولي دي.
تر اوسه د پاکستان امنیتي بنسټونو د دغو څرګندونو په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.