تېره یوه اونۍ په کندهار کې د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري ۹۶ چاڼیز عملیاته ترسره شوي.
د کندهار امنیه قومندانۍ د نشهیي توکو په وړاندې د مبارزې مدیریت په تېره یوه اونۍ کي د نشهیي توکو پر ضد ۹۶ عملیاته ترسره کړي.
د دې عملیاتو په لړ کي ۲۱ تنه تورن کسان نیول شوي، او اړه یې ۱۴ قضیي هم ثبت شوي دي.
خپر پاڼه په دې عملیاتو کي د ۳۴۷ ګرامه ښیښه، ۱۱ کیلو ګرامه چرسو، ۱۳ کیلو ګرامه تریاکو، ۱۵ عدده ټابلیټ کا ګولۍ، ۱۴۸۸۲ ټابلین ګولۍ، ۱۰ سیټه موبایلونو او دوه میله کلاشنکوفونو د نیول کېدو خبر هم ورکړی.
همدارنګه د کندهار په یو شمیر ولسوالیو کي۴۲ جریبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه شوې او د کندهار ښار له یو شمیر سیمو ۹۴ تنه په نشهیي توکو روږدي کسان راټول شوي او روغتیايي ارګانونو ته معرفي شوي.