slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کندوز ولایت امنیه قومانداني اړوند د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو تېره ورځ درې تنه حرفوي او مسلکي غله چې له یو کور څخه یې سرهٔ زر غلا کړي وو ونیول.

نیول شویو شکمنو غلا شوې سرهٔ زر له کندوزه تخار ولایت ته انتقال او هلته یې په یو زرګر پلورلي وو، چې د درېیمې امنیتي حوزې پولیسو د یو کشفي راپور پر اساس تعقیب او وروسته یې یاد غله له نغدو  پیسو سره چې د سرو زرو په بدل کې یې تر لاسه کړې وې، ونیول.

نیول شوي شکمن به د لومړنیو پلټنو تر بشپړېدو وروسته عدلي او قضایي بنسټونو ته وسپارل شي.