slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

په ننګرهار ولایت کې د دویمې امنیتي حوزې اړوند دوو بېلابېلو سیمو کې اورلګېدنې رامنځته شوې، چې د اطفایې مدیریت د چټک او مسلکي غبرګون له امله مهار شوې او د لکونو افغانیو په ارزښت د زیان مخه ونیول شوه.

لومړۍ پېښه د رحیم غمزده کوڅه کې د ماشومانو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې، چې له امله یې یو استوګنیز کور د اور لمبو لاندې راغی. د اور په مهار کېدو سره د مالي زیان اټکل ۱۵،۰۰۰ افغانۍ شوی، خو د ژغورل شوو شتمنیو ارزښت نږدې ۴۵۰،۰۰۰ افغانۍ بلل شوی دی.

دویمه پېښه د انګورباغ په سیمه کې د یوه خوراکي غرفې د نامعلوم علت له امله وسوځېده، چې پکې نږدې ۴۵،۰۰۰ افغانۍ زیان رسېدلی، خو شاوخوا ۳۰۰،۰۰۰ افغانۍ توکي ژغورل شوي دي. همداراز، د اور د پراخېدو له امله د یوه نږدې کور د سوځېدو مخه هم ونیول شوه.

د دواړو پېښو د مالي زیان ټولیز اټکل ۶۰،۰۰۰ افغانۍ او د ژغورل شوو توکو ارزښت مجموعاً ۷۵۰،۰۰۰ افغانۍ کېږي.

د اطفایې مدیریت د ورته پېښو د مخنیوي، خلکو د عامه پوهاوي لوړولو، او مؤثر غبرګون لپاره لا زیات چمتووالی لري، او د راتلونکو پېښو لپاره د لا چټکو او اغېزناکو خدماتو لپاره چمتو دی.

سرچینه: د ننګرهار امنیه قوماندانۍ ویاند