زابل کې ۳۲۱ تنه د پولیسو منسوبین د درې ورځني سمینار څخه فارغ شول.
د زابل د امنیه قوماندانۍ د ښونې او روزنې مدیریت له لوري د دې ولایت د خاک افغان، دایچوپان، ارغنداب او میزاني ولسوالیو د امنیه قوماندانیو ۳۲۱ تنه منسوبین د درې ورځني سمینار له بشپړولو وروسته فارغ او ټولنې ته د لا ښه خدمت لپاره وړاندې شول.
د یاد سمینار په پای کې د امنیه قوماندانۍ د ښونې او روزنې مدیر ملا زینالله جابر وویل، دغه ډول پروګرامونه د پولیسو د مسلکي وړتیا د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم دي. نوموړي زیاته کړه چې د دې زده کړو په پایله کې به پولیس پر خپل وظیفوي قانون ښه تسلط پیدا کړي او دندې به په مسلکي ډول ترسره کړي.
د ښاغلي جابر په وینا، د سمینار موخه د پولیسو د منسوبینو د اداري چارو ترڅنګ په نظامي او ځینو نورو اړونده برخو کې د هغوی روزنه وه، تر څو وکولای شي د ټولنې په چوکاټ کې اغېزناک او مسلکي خدمت وړاندې کړي.