slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د مالیې وزارت د خبرپاڼې له مخې، د دغه وزارت او د حبیب الله ځاځي شرکت ترمنځ د باغ بالا په سیمه کې د تفریحي پارک جوړولو تړون لاسلیک شو.

په همدې تړاو جوړې شوې ناستې کې د مالیې وزارت اداري معین مولوي دوست محمد مخلص، د چارو ادارې لوی ریاست د امارت د پالیسۍ مرستیال مولوي عبدالباري عاطف، او د حبیب الله ځاځي شرکت رئیس ګډون درلود.

یاد تړون، چې د کابل ښار د څلورمې ناحیې په باغ بالا سیمه کې د تفریحي پارک جوړولو په موخه ترتیب شوی، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د (۴۰۶) ګڼې او د (۱۴۴۷/۱/۲۰) نېټې د حکم پر بنسټ له مخه منظور شوی و.

دغه تفریحي پارک به، چې مساحت یې (۱۶۰) جریبه دی، د (۳۶۶،۸۹۲،۸۹۰) میلیونه افغانیو په پانګونه جوړېږي. تړون د (۲۰) کلونو لپاره منظور شوی چې له دې ډلې، (۲) کاله یې د ودانیزو چارو او (۱۸) کاله یې د ګټې اخیستنې لپاره ځانګړي شوي دي.

د تړون له مخې، د شرکت د ګټې اخیستنې پر مهال، له ناخالصو عوایدو څخه د اسلامي امارت ونډه (۳۱) سلنه او د شرکت ونډه (۶۹) سلنه ټاکل شوې ده.

د یادونې وړ ده چې د دغه تفریحي پارک په جوړېدو سره، نه یوازې د کابل ښار په ښکلا او سمسورتیا کې مثبت بدلون راځي، بلکې ګڼو هیوادوالو ته د کار زمینه هم برابرېږي، او د ملي عوایدو په کچه کې به زیاتوالی راشي.