خوست کې د قتل هڅه ناکامه او په تور یې یو تن نیول شوی
د خوست د تڼیو ولسوالۍ امنیتي ځواکونو هغه کس نیولی، چې د یوې توپانچې سره یې د یوه بل تن د وژنې هڅه کوله.
نیول شوی کس تر عمل مخکې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ونیول شو.
د خوست امنیې قوماندانۍ وايي چې خلک دې د شخصي شخړو د حل لپاره قانوني لارو ته مخه کړي او امنیتي ځواکونه به هېچا ته اجازه ورنهکړي چې د غچ اخیستنې په نوم د خلکو ژوند ته ګواښ پېښ کړي. نیول شوی کس د لا زیاتو څېړنو لپاره عدلي ارګانونو ته سپارل شوی دی.