د اسلامي امارت د کابینې په اتلسمه غونډه کې هېواد ته د بېکیفیته تېلو پر نه واردولو بحث شوی.
په دغه غونډه کې هېواد ته د بې کیفیته تېلو واردولو د مخنیوي په اړه د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست سرپرست مولوي شمس الدین شریعتي په مشرۍ د ټاکل شوي پلاوي وړاندیزونه تایید شول او اړوندو ادارو ته دنده وسپارل شوه، چې د پلي کېدو په برخه کې یې کوټلي ګامونه واخلي.