خوست کې د کېلې بڼوالۍ وده کړې؛ چارواکي دا نوې زراعتي هیله بولي
د خوست ولایت د مرکز متون اړوند سیمو کې د کېلې بڼوالۍ سږکال د پام وړ پایلې ورکړې دي، چې چارواکي یې د زراعتي پرمختګ یوه نوې هیله بولي.
د خوست د والي ویاند، مستغفر ګربز، ویلي چې سږ کال د کېلې ونو ښه حاصل ورکړی او دا هڅې د بڼوالو لپاره مثبته پایله لرلې ده. نوموړي زیاته کړه: "د خوست خاوره او اقلیمي شرایط، په ځانګړي ډول مناسبه تودوخه او رطوبت، د کېلو د نیالګیو د کر لپاره ډېر مناسب دي."
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، هڅې روانې دي چې د بڼوالو ملاتړ، مسلکي روزنه او تخنیکي مرستې پراخې شي، څو د کېلو کر ته د یو نوي زراعتي فرصت په سترګه وکتل شي. د یاد ریاست یوه مسوول وویل: "زموږ هدف دا دی چې خوست د کېلو په تولید کې د یوه مهم مرکز په توګه معرفي کړو."
دا په داسې حال کې ده چې پخوا خوست کې د کېلو کر لږ تر لږه و، خو وروستي اقلیمي بدلونونه، د بڼوالو نوښت او د چارواکو ملاتړ سبب شوی چې دا نوی زراعتي فصل پیاوړی شي.
د خوست اوسېدونکي او بڼوال هم د کېلو کر ته لیوالتیا ښيي. دوی وایي که تخنیکي او بازار موندنې ملاتړ دوام ومومي، نو کېدای شي خوست د افغانستان په کچه د کېلو مهم تولیدوونکی شي.