په هلمند کې د ۲۶ ميليونونو افغانيو په ارزښت يو باب ۳۰ بستريز روغتون ګټې اخیستنې ته وسپارل شو
د هلمند ولايت مقام وياند مولوي محمد قاسم رياض وايي،چې ددې ولايت په سنګين ولسوالۍ کې د عامې روغتیا وزارت د چارسمبال وزير ښاغلي مولوي نور جلال جلالي له لوري او د ياد ولايت د والي الحاج مسلم کندوزي او د يو شمېر ولايتي مسؤلانو په حضور کې د ۲۶ ميليونونو افغانيو په ارزښت،يو باب ۳۰ بستريز روغتون چې ۲۴ خونې لري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
بايد وويل شي چې ياد روغتيايي مرکز د عامې روغتیا او ولايتي مسؤلانو په ګډې همغږۍ او د يونيسيار مؤسسې په مالي لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.