slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د روزګان ولایت د امنیې قوماندانۍ د پنځمې امنیتي حوزې پولیسو د ترینکوټ ښار په تالاني سیمه کې د کشفي معلوماتو پر اساس عملیات ترسره کړي، چې په پایله کې یې د وسلو او مهماتو یو پټ ډېپو کشف او ضبط شو.

د امنیې قوماندانۍ د معلوماتو له مخې، په دغه ډېپو کې درې میله دهشکې، درې میله راکټونه، یو میل پیکا، یو میل ۸۲ مېم برني هاوان، یو میل کلاشینکوف او ګڼ شمېر مرمۍ او نور مهمات شامل وو، چې د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

امنیتي چارواکي وايي، د دې ډېپو په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي، خو د موضوع په اړه څېړنې روانې دي.

د روزګان امنیې قوماندانۍ زیاتوي، چې د ناقانونه وسلو او مهماتو پر ضد به عملیات دوام ولري او هېچا ته به اجازه ور نه کړل شي، چې د خلکو د امنیت او عامه نظم پر وړاندې ګواښ رامنځته کړي.