د فراه والي له هغه ځوان سره وکتل چې په خپل نوښت يې بې پیلوټه الوتکې ډیزاین کړې دي.
د فراه ولایت والي مولوي غوثالدین «رهبر» د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د ځوانانو چارو آمریت اړوند له یو نوښتګر ځوان، ضیاالحق د محمد سرور زوی، سره لیدنه وکړه.
ضیاالحق د خپل استعداد او هڅو په مټ څو بېلابېلې ډرون الوتکې طرحه او جوړې کړې دي. والي د نوموړي نوښت او هڅې وستایلې، د هغه اختراع یې د ستاینې وړ وبلله او د هڅونې په موخه یې نقدي مرسته ورسره وکړه.
همداراز، والي د ضیاالحق د نوښتګرۍ د ودې او پرمختګ لپاره د اړوندو ادارو له لوري د هر اړخیزې همکارۍ ډاډ ورکړ.