غزه کې د اوربند لپاره د هیلې څرک؛ د حماس او اسراییلو خبرې دوام لري
د امریکا او اسراییلو د مشرانو تر منځ له وروستۍ ناستې وروسته، نړیوالو رسنیو د غزې جګړې د پای ته رسېدو په تړاو د یوې احتمالي هوکړې د رامنځته کېدو خبر ورکړی دی.
د راپورونو له مخې، د قطر په منځګړیتوب او د امریکا په ملاتړ د حماس او اسراییلو ترمنځ غیرمستقیمې خبرې اترې دا مهال په دوحه کې روانې دي. د فرانس پرس خبري اژانس د جولای په ۹مه راپور ورکړی، چې حماس چمتو دی، د احتمالي اوربند د هوکړې په لړ کې، ۱۰ اسراییلي یرغمل خوشې کړي.
د امریکا ځانګړي استازي، سټیو ویټکاف، هیله ښودلې چې دغه هوکړه به د یوې ۶۰ ورځنۍ اوربند، د یرغمل شویو کسانو د خوشې کېدو او نورو مهمو بشري اقداماتو زمینه برابره کړي. هغه تمه ښودلې چې دا هوکړه به د روانې اوونۍ تر پایه وروستۍ شي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر د ۷مې له برید وروسته، د حماس له لوري ۲۵۱ تنه اسراییلي وګړي یرغمل شوي وو، چې اوس مهال د اسراییلي پوځ د معلوماتو له مخې، ۴۹ تنه لاهم په غزه کې دي. په دغو یرغمل شویو کسانو کې ۲۷ تنه مړه شوي دي، خو حماس تر دې دمه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
حماس پخوا ویلي، چې د اوربند د هوکړې لپاره له منځګړو سره په "مثبت روحیه" کې کار کوي او د هر ډول پرمختګ لپاره یې درې مهم شرایط وړاندې کړي: د اسراییلي پوځ بشپړ وتل له غزې، د بشري مرستو ازاد جریان او د تلپاتې سولې لپاره واضح تضمینونه.
بلخوا، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د فاکس بزنس تلویزیون ته ویلي، چې هوکړه نږدې ده. د اسراییلو ولسمشر اسحاق هرتزوګ هم روانې خبرې اترې "تاریخي فرصت" بللی، چې د سیمې د ستراتیژیک بدلون لامل کېدلی شي.
که څه هم د هوکړې په اړه نرمه فضا رامنځته شوې، خو کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دواړو لورو ترمنځ د باور کموالی، متضاد شرایط او د جګړې دوامداره فشارونه د هر ډول پرمختګ پر وړاندې لوی خنډونه دي.
سره له دې، نړیوال منځګړي تمه لري چې د خبرو اترو دوام، د سیاسي فشارونو زیاتوالی، او د بشري ناورین د درولو لپاره ګډه هڅه به په پای کې د یوې عملي او دوامداره هوکړې زمینه برابره کړي.