slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د "اکسیوس" خبري وېبپاڼې د راپور له مخې، قطر له اسراییله غوښتي چې د دوحې په یوه غونډه کې د حماس د چارواکو د وروستي برید له امله رسمي بښنه وغواړي، ترڅو دوحه د غزې د سولې په تړون کې د منځګړي رول بیا پر غاړه واخلي.

سرچینې وايي، د قطر امیر په خپله وروستۍ لیدنه کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ته دا موضوع په ښکاره ډول یاده کړې ده.

د راپور پر بنسټ، قطر حاضر دی چې د بښنې ژبې او څرنګوالي په اړه انعطاف ښکاره کړي. دغه غوښتنه تر ډېره د هغه قطري امنیتي چارواکي له وژل کېدو سره تړاو لري، چې په برید کې یې ژوند له لاسه ورکړی.

قطر له اسراییلو غواړي چې د بښنې ترڅنګ د وژل شوي چارواکي د کورنۍ تاوان ورکړي او ژمنه وکړي چې د قطر له حاکمیت څخه به نورې سرغړونې نه تکراروي.