slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 د اسلامي امارت چارواکو د امریکا د ولسمشر وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې د افغانستان خپلواکي او ځمکنۍ بشپړتیا د دوی لپاره تر هر څه مهم دي او واشنګټن باید د تېرو ناکامو تجربو پر ځای یو عقلاني او واقع‌بین سیاست غوره کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په څو وروستیو څرګندونو کې د بګرام هوايي ډګر د بېرته نیولو خبرې کړي او خبرداری یې ورکړی چې که دغه اډه بېرته امریکا ته ونه سپارل شي، «بدې پېښې» به رامنځته شي.

خو د اسلامي امارت مرستیال ویاند مولوي حمدالله فطرت په خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د دوه اړخیزو او ګډو ګټو پر اساس اړیکې غواړي او د افغانستان د خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتیا ساتنه د دوی لومړیتوب دی. نوموړي زیاته کړه چې د دوحې هوکړه‌لیک له مخې امریکا ژمنه کړې چې د افغانستان پر کورنیو چارو او ځمکنۍ بشپړتیا به لاس‌وهنه نه کوي.

همدارنګه، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز قاري فصیح‌الدین فطرت ویلي چې د بګرام هوايي ډګر د بېرته نیولو په اړه خبرې امکان نه لري او په دې اړه ټولې ادعاوې بې اساسه دي.

اسلامي امارت ټینګار کړی چې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او حاکمیت په برخه کې د دوحې د هوکړه‌لیک اصول باید په بشپړ ډول مراعت شي، او تېرې ناکامې تجربې باید تکرار نه شي.