slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پنجشېر ولايت وياند سيف الدين لټون پوليس راډیو ته وویل: چې په روان کال کې دې ولايت ته ۲۰۰ تنه ځوانان او ۱۶۰ کورنۍ له؛ ايران،ترکيې او پاکستان څخه دې ولايت ته راغلي دي.

ښاغلی لټون زياتوي چې راستانه شوو ځوانانو ته د ولايتي مسؤلانو له لوري په بيلابيلو برخو کې د کار زمينې هم برابرې شوې دي.

پاتې دې نه وي چې په يادو راستانه شوو پنچشيري ځوانانو کې د تېرې ادارې نظاميان هم شامل دي او دوي په دې ولايت کې د شته امنيت څخه پوره خوښي څرګندوي.