مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له ریس سره کتلي دي.
د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ له رئیس عرفان جمال سره کتلي دي.
په دې کتنه کې د افغان کډوالو د مرستو، د هغوی د ستونزو د حل او له ایران او پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو لپاره د منظم میکانیزم پر موضوعاتو بحث شوی.
عرفان جمال ډاډ ورکړی، چې ملګري ملتونه به خپلې ژمنې عملي کوي.
مولوي عبدالکبیر د کډوالو ملاتړ ته د اسلامي امارت ژمنتیا څرګنده کړې او د مرستو پر عادلانه وېش یې ټینګار کړی.