میدان وردګ ؛ چک ولسوالۍ کې د شپږو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې.
د میدان وردګو ولایت د بدني روزنې او ورزش امریت اړوند د ټېپ بال کرکټ فدراسیون د استازولۍ له لوري د ۶ لوبډلو ترمنځ د ټیپ بال کرکټ لیګ سیالۍ، چې دوی هفتې وړاندی شروع شوې وې د کولالانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د دغو سیالیو پایلوبه کې د شهید ذاکر او شهید هارون لوبډلو تر منځ ترسره شوه. چې شهید ذاکر لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ۱۰۷ منډی هدف خپلې سیالې لوبډلې ته کیښود او شهید هارون لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۷ لوبغاړ په اوټ کیدلو یاد هدف پوره نه کړ او فاینل لوبه د شهید ذاکر لوبډلۍ وګټو او بریا یې خپله کړه.
د یادو سیالیو موخه د ټیپ بال کرکت ته وده او پرختیا ورکول وو.
او په پای کې لمړی مقام او دوهم مقام او غوره لوبغاړو ته جوایز، کپونه او ستاینلیکونه ورکړل شول.


