slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د لغمان ولایت د کور او ښار جوړولو ریاست رئیس مولوی حسین احمد تیلوي وایي، د دې ریاست اړوند تخنیکي ټيم په دولت شا ولسوالۍ کې د روغتیایي کلینیک له ودانیزو چارو څارنه وکړه.
مولوي تیلوي وویل، د ګډیالی کلي د روغتیایي کلینیک د احاطوي دیوال د خشتکارۍ چارې پای ته رسیدلي دي او د پلستر کارۍ چارې روانې وې.
د نوموړي په خبره، د قراردادي شرکت مسؤلینو ته لازمې سپارښتنې وشوې، تر څو چارې د نقشې مطابق په معیار برابرې تر سره کړي.