slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د امربالمعروف، نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت محتسبینو په پلازمېنه کابل کې، د یو شمېر چاپي، غږیزو او تصویري رسنیو له مسؤولینو سره په اصلاحي ناستو کې ویلي، چې په اسلامي نظام کې رسنۍ د ځوانانو فکري رغښت، ټولنیز ذهنیت سمون او اصلاح په برخه کې تر بلې هرې وسیلې اغېزمنې دي او د منبر حیثیت لري. په دې ناستو کې  د رسنیو له استازو غوښتل شوي، چې د خپل زرین کلتور او اسلامي اوامرو په رعایت کولو داسې نشرات وکړي، چې ټولنې  ته یې خیر ورسېږي.

هېره دې نه وي چې له دې  وړاندې افغاني رسنیو په ځینو برخو کې د پرديو فرهنګي نښې په خپلو خپرونو کې تعقیبولې چې ټولنه یې له فکري اړخه له غربت سره مخ کړې وه؛ خو  وروسته له هغې چې هېواد په دویم وار د اسلامي امارت په ولکه کې شو، دا ډول ټول نشرات ودرول شول او پر ځای یې  د اصیل افغاني فرهنګ او اسلامي اخلاقو په چوکاټ کې رسنیو ته د فعالیت اجازه ورکړل شوه.