slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

 ماليي وزارت وايي؛ تېره یوه اونۍ کې د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي په زیاته کچه قاچاقي توکي نیول شوي.

د غویي ۲۳مه ۱۴۰۴هـ.ل مالیې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د دې وزارت اړونده د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارني کارکونکو تېره اونۍ د نیمروز، کندهار، فراه، هرات او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کي په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چي قاچاق کوونکو غوښتل له ګمرکي محصول پرته یې قاچاقي  افغانستان ته راوړي.


په نیول شویو توکو کي (۱۰۱۵۶) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۲۹۱۲) کیلو ګرامه انساني، یوناني او زراعتي درمل، (۴۰۱۰) کیلو ګرامه لواشک، (۱۷۹۵) کیلو ګرامه ملایي، (۱۷۲۰) کیلو ګرامه رُب، (۱۴۸۵) کیلو ګرامه مالګه او (۱۳۱۶) کیلو ګرامه مکروني شامل دي.
نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.
یاد وزارت وايي د دوی کارکونکي څلرویشت ساعته په خپلو دندو کې حاضر دي او هیچا ته دا اجازه نه ورکوي ، چي ممنوعه او قاچاقي توکي ولېږدوي.