د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د ریکیتر په کچه د ۶ درجې زلزلې له امله سلګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د هيواد ختیځو ولایتونو، په ځانګړې توګه د کونړ او ننګرهار په غرنیو سیمو کې تېره شپه د ۶ درجې زلزلې له امله درنه مرګ ژوبله او مالي زیانونه رامنځته شوي دي.
د بیلابېلو سرچینو د راپورونو له مخې، تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېر نه دی معلوم؛ خو ځینې لومړني راپورونه د ګڼو کسانو وژل کېدل ښيي. د ځايي روغتونونو او نړيوالو رسنیو وروستي معلومات وايي چې د زلزلې له امله تر ۲۵۰ ډېر کسان وژل شوي او شاوخوا ۵۰۰ نور ټپیان شوي دي.
زلزله د شنبې او یکشنبې ترمنځ د شپې ۲۳:۴۷ بجې شوې، مرکز یې د ننګرهار ولایت جلالاباد ښار ته نږدې و او ژورتیا یې یوازې ۸ کیلومتره ثبت شوې ده. د ټکانونو شدت په کونړ ولایت کې ډېر احساس شوی، چې له امله یې ګڼ کورونه نړېدلي او لسګونه کسان د کنډوالو لاندې بند پاتې دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد ویلي، د ژغورنې او بیړنیو مرستو ډلې سیمې ته استول شوي او هڅې روانې دي چې د ټپیانو ژوند وژغورل شي. د ننګرهار مرستیال والي عزیزالله مصطفی هم ویلي، د ټپیانو د لېږد لپاره به له ننګرهار هوايي ډګره چورلکې پورته شي او مرستندویه ټیمونه د کابل له مرکز سره په همغږۍ سیمې ته رسېږي.
کونړ او ننګرهار کې ګڼې کورنۍ له وېرې خپلو کورونو پرېښي او د شپې په ازاده فضا کې پاتې شوي دي. ځایي اوسېدونکي وايي، د لټون او ژغورنې ټیمونو، لومړنیو درملو، خوراکي توکو او موقتي سرپناوو ته خلک ډېره اړتیا لري.
نړيوالې ادارې لکه سره صلیب او ملګرو ملتونو تر اوسه کومه اعلامیه یا هم د مرستو کومه ژمنه نه ده کړې.