slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پروان ولایت د بیړنیو حالاتو ادارې د اور وژنې آمریت وايي، چې د شنبې په ورځ (د ۱۴۴۷ هـ ق د صفر ۱مه / د ۱۴۰۴ هـ ش د زمري ۴مه) د ولایت په درې جلا سیمو کې د اورلګېدنې پېښې رامنځته شوې، چې له چټکې رسیدګۍ سره سم مهار شوې او د میلیونونو افغانیو په ارزښت د مالي زیانونو مخه نیول شوې ده.

لومړۍ پېښه د سهار ۱۱:۳۰ بجې د پروان مرکز د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند په یوه استوګنځي کې د ګاز ډبې د اور اخیستنې له امله رامنځته شوې، چې د کورنۍ د غړو بې‌احتیاطي یې علت بلل شوی دی. په پېښه کې لس زره افغانۍ مالي زیان اوښتی، خو د اور وژونکو چټک غبرګون د نږدې یو میلیون افغانیو زیات مالي تاوان مخه ونیوله.

دوهمه پېښه شاوخوا ۱۲:۱۰ دقیقې د څلورمې امنیتي حوزې اړوند د ماشومانو په یوه وړکتون کې د برېښنا د شارټۍ له امله رامنځته شوې، چې د ۶۰۰٬۰۰۰ افغانیو مالي زیان یې اړولی، خو د اور وژنې هڅو له امله ۱.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د شتمنیو ژغورنه شوې ده.

دریمه پېښه د ماسپښین ۲:۵۰ دقیقې د هماغې څلورمې حوزې په سیمه کې د زړو اوسپنو په یوه سرای کې شوې، چې له امله یې ۱۵۰۰ افغانۍ زیان رسیدلی، خو د وخت پرمهال مداخلې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د نورو زیانونو مخه نیولې ده.

د پروان اور وژنې آمریت له ټولو خلکو غوښتنه کړې، چې د برېښنا، ګازو او نورو خطرناکو وسایلو په کارولو کې احتیاط وکړي، ترڅو د ورته پېښو مخنیوی وشي.