د پروان د امنیې قومندانۍ رسنیز ادرسونه وايي چې سالنګ ولسوالۍ کې د اوروژنې نوې څانګه جوړېږي.
د پروان ولایت امنیه قومندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن د سالنګ ولسوالۍ لپاره د اوروژنې د نوې څانګې د جوړېدو په تړاو له مسؤلینو سره ځانګړې لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې د سالنګونو د ساتنې او څارنې رئیس مولوي فضل الربی او د امنیه قومندانۍ د تعمیراتو عمومي مدیر انجینر شفیعالرحمن (طلحه) هم ګډون کړی و. ګډونوالو د سالنګ ولسوالۍ اړوند سیمې له نږدې وکتلې او د نوې څانګې د جوړېدو پر اړتیا یې بحث وکړ.
امنیه قومندان وویل، د اوروژنې څانګې پرانېستل به په سیمه کې د خوندیتوب د کچې په لوړولو، د ناورینونو پر مهال د بیړنیو خدمتونو وړاندې کولو او د خلکو د ژوند ژغورنې په برخه کې مهم ګام وي.