slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د کابل ښار د نښه‌ ویشتنې ټاکنیزې سیالۍ د دې برخې د ملي فدراسیون له لوري د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش ریاست په ملتیا د کابل ولایت د ولسوالیو ترمنځ د ۳۴ ورزشکارانو په ګډون د یوې ورځې لپاره وشوې.

دغو سیالیو کې ورزشکارانو په دوه سبکونو؛ پسټول (د ساچمې‌ ټوپک ) او رایفل (د هوايي ساچمې ټوپک ) کې د یو بل پر وړاندې زور ازمویلی. د سیالیو په پای کې به د دواړو سبکونو له ګډونوالو ۱۲ تنه غوره کسان د کابل ولایت د نښه‌ ویشتنې ټاکلي ټیم ته ټاکل شي.

د دغو سیالیو پرانیستغونډه د المپیکي چارو د رئیس دادمحمد پاینده اختري، د کابل ولایت د بدني روزنې او ورزش رئیس مولوي عتیق‌الله خالد، د نښه‌ ویشتنې د ملي فدراسیون د مشرتابه پلاوي او د ورزش ادارې د یو شمېر مسؤلینو په شتون کې وشوه.

په غونډه کې دادمحمد پاینده اختري د ورزش ادارې د فعالیتونو او لاسته راوړنو په اړه خبرې وکړې او د نښه‌ ویشتنې ورزش یې د مبارک دین اسلام په چوکاټ کې مهم وباله. هغه د نښه‌ ویشتنې ملي فدراسیون د هېواد له بریالیتوب لرونکو برخو څخه یاد کړ.

د دغو سیالیو د ترسره کېدو موخه د غوره څېرو پېژندل او د کابل ولایت د ټاکلي نښه‌ ویشتنې ټیم ته د غوره لوبغاړو ټاکل بلل شوي دي.