د کندهار په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره ښارګوټی پرانستل شو
د افغانستان اسلامي امارت د ریاسة الوزرا محترم عالي مقام د ښاغلي اداري او مالي مرستیال الحاج مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ ، د کور او ښار جوړولو وزارت محترم سرپرست وزیر الحاج شیخ حمدالله نعماني، د کندهار ولایت په دامان ولسوالۍ کې د مهاجرینو لپاره د یو ښارګوټي پرانسته وکړه.
یاد ښارګوټی په ټولیز ډول د ۱۵۱۰ جریبه امارتي ځمکې په ساحه کې جوړ شوی، چې په کې ۱۱۴۰ نمرې ترتیب شوې دي.
دغه نمرې د اړتیا او نفوس له مخې په درېیو کټګوریو وېشل شوي چې پنځه بسوې، لس بسوې او پنځلس بسوې راځي.
د کور او ښار جوړولو وزارت ښاغلي سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني وویل، دغه وېش د دې لپاره ترسره شوی، چې مهاجرینو ته د استوګنې مناسب فرصت برابر شي او دوی وکولای شي له امن او وقار سره په خپلو نوو استوګنځایونو کې ژوند وکړي.
نوموړي وویل، د اسلامي امارت د پالیسۍ اساسي اصل مهاجرو او بې سرپناه هېوادوالو ته پاملرنه ده او په خبره یې دا ښارګوټی د همدې ژمنې ژوندۍ بېلګه ده، ترڅو خلک په خپل حق، امن او عزت کې ژوند وکړي.
د کندهار د دامان ولسوالۍ د ښارګوټي پرانستل یو بنسټیز ګام دی، چې نه یوازې د استوګنې اړتیا پوره کوي، بلکې د سیمې په ښاري پراختیا، نظم او خدماتو کې هم رغنده رول لوبوي.