مالیې وزارت؛ صادراتو او بهرني ټرانزیټ کې د پام وړ زیاتوالی راغلی.
د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د روان ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو پنځو میاشتو کې د هېواد د صادراتو او بهرني ټرانزیټ کچه د تېر کال د همدې مودې په پرتله لوړه شوې ده.
د خبرپاڼې له مخې، په سږ کال کې ټولټال ۴۸ زره او ۹۲۸ محمولې له افغانستانه صادرې شوې دي، حال دا چې په تېر ۱۴۰۳ لمریز کال کې د همدې مودې په جریان کې ۴۳ زره او ۱۱۵ محمولې صادرات شوې وې. د دغو شمېرنو له مخې، د صادراتو کچه شاوخوا ۱۳.۵ سلنه زیاته شوې ده.
همدارنګه، د بهرني ټرانزیټ په برخه کې هم د پام وړ زیاتوالی ثبت شوی دی. د وزارت د معلوماتو پر بنسټ، سږ کال په لومړیو پنځو میاشتو کې ۱۳ زره او ۱۹۸ محمولې له افغانستان څخه ترانزیټ شوې دي، په داسې حال کې چې پروسږ کال دا شمېر ۱۰ زره او ۶۰۱ محمولو ته رسېده. په دې توګه د بهرني ټرانزیټ کچه ۲۴.۵ سلنه لوړه شوې ده.
د مالیې وزارت چارواکي وايي، د افغانستان ډېر صادرات پاکستان، هندوستان، قزاقستان، متحده عربي امارات، ازبکستان او ترکیې ته لېږدول شوي دي. په مقابل کې د ټرانزیټ ډېری محمولې د پاکستان، ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او ایران هېوادونو ته انتقال شوې دي.