slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د افغانستان د پراختیايي ملي تګلارې تر منظورۍ وروسته، د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ریاست‌الوزراء د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ غونډه جوړه شوه او د دې سند د تطبیق چارې په رسمي ډول پیل شوې. په غونډه کې د کابینې ګڼ شمېر غړي هم حاضر وو.

ملا عبدالغني برادر په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه تګلاره د اسلامي احکامو، علمي معیارونو او د هېواد د واقعي اړتیاوو په نظر کې نیولو جوړه شوې ده او د افغانستان د ملي پراختیا لپاره یې اساسي موخې او لومړیتوبونه روښانه کړي دي.

نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت وزارتونو او ادارو په تېرو څلورو کلونو کې د نظام د بنسټونو د پیاوړتیا ترڅنګ د اقتصادي او ټولنیزې ودې په برخه کې هم مهم ګامونه پورته کړي دي. هغه ټینګار وکړ، چې د هېواد محدودې سرچینې او د خلکو زیاتېدونکې اړتیاوې ټول وزارتونه او ادارې دې دې ته اړ باسي، چې خپلې پالیسۍ، پروژې او پروګرامونه د یادې تګلارې پر بنسټ تنظیم او عملي کړي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال له ټولو ادارو وغوښتل، چې د برنامو جوړولو، د پروژو د لومړیتوب ټاکلو، بودیجې تنظیم او اغېزمنې څارنې په برخه کې ګډه همکاري وکړي او په دې اړه له پوره دقت کار واخلي.

په پای کې د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د رسنیو پوښتنو ته ځوابونه وویل او د تګلارې د اهمیت په اړه یې وضاحت وړاندې کړ.

د افغانستان پنځه کلنه پراختیايي تګلاره یو جامع او اوږدمهاله سند بلل کېږي، چې د ښه حکومتولۍ، سراسري امنیت، د ځمکنۍ بشپړتیا ساتنې، د کارموندنې او اقتصادي ودې لپاره چمتو شوی دی. د دې سند په عملي کېدو سره به د شفافیت او حساب ورکولو کچه لوړه شي، پر نظام د خلکو او نړیوالو باور زیات شي او د تعلیم، روغتیا او نورو عامه خدمتونو په برخه کې به ښه والی رامنځته شي.