slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د پکتیکا امنیې قومندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې مدیریت خبر ورکړی، چې د کشفي معلوماتو پر بنسټ یې په ښرنه ښار او اورګون ولسوالۍیو  کې د درنو وسلو سلګونه مرمۍ ترلاسه کړې دي.

د چارواکو په وینا، په وروستیو عملیاتو کې د درېیمې امنیتي حوزې په سیمه کې ۳۰۰ د «پی‌کا» مرمۍ او څه موده وړاندې په اورګون ولسوالۍ کې ۱۱۰۰ د «پی‌کا» او ۱۰۰ د «M16» مرمۍ ضبط شوې دي.

یاد مهمات چې په غیرقانوني ډول ساتل کېدل، اوس د اړوندو ارګانونو تر واک لاندې دي، او چارواکي وايي د قانون ماتونکو پر ضد د ورته عملیاتو لړۍ روانه ده.