slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د غزې محاصره شوې سیمه چې له سختې قحطۍ او خوراکي ناورین سره مخ ده، اوس د جنایتکارو ډلو او فرصت‌طلبو سوداګرو د استفادې مرکز ګرځېدلې. داسې راپورونه ورکړل شوي چې بشري مرستې، چې باید بې‌وزلو ته وړیا ووېشل شي، په تور بازار کې د لوړو بیو په بدل کې پلورل کېږي.

په بازارونو کې د اوړو، وریجو او نورو لومړنیو توکو بیې دومره لوړې شوې دي چې د قحطۍ له امله متاثره کورنۍ یې اخیستلو ته توان نه لري. د یوې کیلو اوړو بیه تر ۶۰ امریکایي ډالرو پورته شوې او نخود تر ۳۵ ډالرو رسېدلي، چې دا د بې‌وسه خلکو له وسه وتلې ده.

سره له دې چې د نړیوالو فشارونو په نتیجه کې اسراییل اجازه ورکړې چې بشري مرستې غزې ته ورسېږي، خو مرستندویه ادارې وایي چې د مرستو د وېش بهیر له ګډوډۍ، ناامنۍ او سیستماتیک احتکار سره مخ دی.

د ملګرو ملتونو او نورو ادارو څېړنو ښودلې چې د مرستو یوه ستره برخه یا خو د وسله‌والو ډلو لاس ته ورغلې، یا هم سوداګرو اخیستې او په تور بازار کې یې پلوري. ډېری وخت د ملګرو ملتونو لوګو لرونکې کڅوړې په بازارونو کې د خرڅلاو لپاره ایښودل شوې وي.

د خوړو نړۍوال پروګرام او نورو سازمانونو پر حکومتونو غږ کړی، چې د مرستو د خوندي وېش لپاره واضح امنیتي تدابیر ونیسي او د زورواکو مداخلې ته د پای ټکی کښېږدي.

خلک وایي، یوازې زورور کسان، وسله‌وال او تنظیم شوې ډلې توانېدلي چې مرستې ترلاسه کړي، حال دا چې لسګونه زره ماشومان، مېرمنې او سپین‌ږیري له لوږې سره مخ دي.

د غزې یو اوسېدونکی محمد ابو طاها وایي: "د مرستو وېش له عادي خلکو سره مرسته نه کوي، بلکې دا یو تنظیم شوی کاروبار شوی دی."

په ورته وخت کې، د مرستو د وېش پر مهال وخت ناوخت تاوتریخوالی رامنځته کېږي. د بشري حقونو بنسټونه وایي چې د خیریه مرکزونو شاوخوا سلګونه کسان د خوراکي توکو د ترلاسه کولو په هڅه کې وژل شوي دي. اسراییلي ځواکونه بیا وایي، دوی د وضعیت د کنټرول لپاره یواځې خبرداري ډزې کړې دي.

د بشري حقونو ادارې له نړیوالو غواړي چې د غزې محاصره پای ته ورسوي، د مرستو د شفافو او منظم وېش لپاره یو خوندي میکانیزم رامنځته کړي، او د لوږې له کبله د لا ډېرو مرګ ژوبلو مخه ونیسي.

که څه هم د احتمالي اوربند خبرې روانې وې، خو راپورونه ښيي چې پرمختګ نه‌دی شوی او ناورین لا هم پر خپل ځای دی.