ایډیالوژي د ملي قدرت ستره سرچينه دریمه او وروستۍ برخه
په زړه پورې دا ده چې د نړیواليتوب لپاره کفر له همغه طرحې کار اخلي چې قرآنکریم څوارلس سوه کاله وړاندې د خپل نړیواليتوب لپاره پیاده کړې وه. یعنې په دې معنا چې فقط یو دین په ژوندانه او ټولنه کې د فعالیت حق لري او نور ټول معطل دي. که یو هېواد د بین الملل له غړیتوبه وروسته د هغه له چارټر انکار وکړي؛ له هغه هېواد سره د یوه مرتد او کافر په څېر مامله کېږي. له تهدید او نصیحت وروسته به ارومرو د بین الملل له نظامي او اقتصادي سزا سره مخامخ کېږي. د نړۍ د هري جغرافیې، هر دین او فلسفې په نسبت د اسلام دین او ملتونه د کفر د دې فکري استعمار او نړیوالتوب په وړاندې خنډ دي. ولې نو طبعي ده چې د اور او بارودو په هره لوبه کې به دوی ښکېل وي. ځکه اسلام یوازینی نړیوال دین پاتې شوی او لا یې هم دعوه لري. د فکري او تمدني ظرفیت، جغرافیایي موقعیت، افرادي قوت له پلوه اسلام د لوېدیځ لپاره یوازینی او واقعي خطر دی او حتی لوېدیځ یې د خپلې ناکامۍ او نابودۍ په احساس پوه کړی دی. د قدرت په کشمکش او سیالي کې نظامي او پوځي عناصرو د اتومي وسلو له پیدا کېدو وروسته خپل اولویت بایللی دی او ځای یې اقتصادي او فکري عناصرو ته پرې ایښی دی،خو ولې په نړۍ کې د بېلا بېلو اقتصادي قدرتونو له رابرسېره کېدو سره نړۍ نوره د اقتصادي توازن ولوري ته ځي او د هر هېواد اقتصادي بقا به د بل هېواد په اقتصادي بقا پورې تړلې وي. له دې سره اقتصاد ملتونو ته دومره حیاتي بڼه خپله کړې چې موږ یې په امنیتي یا نظامي عنصر کې منحل ګڼلای شو. یوازینی عنصر چې پاتې کېږي د ملي سیاستونو تر منځ به بې انډولي رامنځته کوي هغه فکري او دیني عنصر دی. ولې چې فرهنګي یا فکري منابعو ته ملتونه په برابر ډول لاس رسی نلري؛ نو همدا به د دوی تر منځ د راتلونکې نړۍ د سترو جنګونو اساسي علت وي. همدې حقیقت په کتلو سره د نړیوالو اړیکو یو نامتو مفکر سامول هنټنګټن SAMUEL P. HANTINGTONد سړې جګړې وروسته د راتلونکې نړۍ په سیاسي چارو او سیستم کې د «جیو کلچر» نظریه وړاندې کړه. یعنې په نږدې راروانه نړۍ کې به د جنګ او سولې په وخت کې د قدرت له ټولو مهم عنصر فکر او کلتور وي. وګورئ د هغه کتاب: (THI CLASH OF CIVILIZATIONS AND THE REMAKING OF WORLD ORDER) موږ له فکري پلوه ستر قدرت یوپه اقتصادي او نظامي قدرت کې نړیوالو قدرتونو اوس د امامانو مقام خپل کړی. دوی چې د ثروت د ټولولو او جلبولو لپاره کومي روا او ناروا طرحي ترتیب کړې؛ هغه د دوی د پېړیو پېړیو حرص او مادي نفسیاتو پایله ده. مسلمانان هېڅکله د ثروت، مالي امکاناتو او ذرایعو د راټولولو لپاره دومره خواري نشي ایستلای. او نه د اقتصادي چارو د پرمختګ لپاره هغه روا او ناروا لارو چارو ته اجازه ورکولای شي چې ستا بډایتوب د نړۍ او نورو ملتونو د لوږي ذریعه ګرځي. د نظامي قدرت له پلوه کفري نړۍ د خپل انتهایي پرمختللي اقتصاد او اوچت علمي او تحقیقي نصاب په پایله کې اتومي او بیالوژیکي وسلو ته لاس رسی موندلی. داسې نظامي وسائل یې تولید کړي چې د نړۍ ټولې لویې وچې، فضا او سمندرونه یې تر کنټرول او هدف لاندې دي. مواصلاتي شبکې لري. په عین حال کې پیاوړې اقتصادي او نظامي ټولنې لري. د مادي وسائلو له پلوه موږ له دوی سره سیالي نشو کولای. دا په دې معنا نه چې ګوا کې موږ بې ظرفیته یا بي کفایته یو. بلکې د مسلمانانو دیني او اجتماعي مزاج، د الله تعالی پر قدرت او اخرت ایمان، د عبادت، توکل او غنا نفیسیاتو اسلامي ملتونه داسې جوړ کړي چې مادي، تخنیکي او اقتصادي اهدافو ته اولویت نه شي ورکولای او حال دا چې د ساینس او مادي وسائلو له پلوه چې کفر، په ځانګړی ډول لوېدیځ، کومي نقطې ته رسېدلی هغه په دې چې له مادي، تخنیکي علم او ثروت سره د دوی محبت او دلچسپي د عشق او عقیدې تر کچې وه. همدې شيانو د دوی په ژوند کې د ژوند تر بلې هرې چاري اولویت او ارزښت درلود. موږ وینو چې هغه اسلامي هېوادونه چې له یوې پیړۍ راهیسې د همدې مادي او نظامي پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کوي، حتی پر خپل دین، عنعناتو او فرهنګ یې پښې کېښودې، تر څو د لوېدیځ سره سیالي وکړي، خو بیا هم له هغوی سره په سیالي کې پاتې راغلي. دا د سعودي د ځوان او ټکني شهزاده د عربو له دیني او تاریخي نفسیاتو او اوسني وضعیت څخه ناپوهي ده او یوه تاریخي تېروتنه ده چې دی له «شرق اوسط» څخه نوې اروپا جوړوي. د عربو د قدرت اصلي سرچينه او راز د هغوی ایمان، فکر او فرهنګ دی، چې دوی له پاتې ټولې نړۍ څخه په کې ممتاز دي. له همدې امله منځني ختیځ د عربي ملتونو له لوري د یوه دوامدار فکري او دیني انقلاب له خطر سره مخامخ دی چې یو ورځ به د یوه انفجار په شکل په کې رامنځته شي. په ځانګړي ډول د فلسطین او اسرئیلو اوسنی وضعیت د دا ډول خطر اندېښنې نوري هم ډېروي. ښه اقتصاد چې اوس یې هم عرب لري د عربو د قدرت ضمانت نه شي کولای. له اسلامی نړۍ اروپا جوړول د یو مسلمان لپاره کوم شهکار نه دی. په ځانګړی ډول پدې نیت چې دا به عربي جغرافیه په یوه نړیوال قدرت واړوی، بلکې دا يوازې د اروپا تقلید دی او مقلد هیڅکله په مجتهد پسی نه شي رسیدلای. نو یوازینی قدرت چې موږ او مسلمانان یی لرو هغه د دین، ایډیالوژي او پیاوړي تهذیب قدرت دی، چې د نړۍ بل هېڅ ملت یې په دومره اندازه نه لري لکه مسلمانان چې یې لري. د نړۍ ټول ملتونه له جاپانه تر پیرو د لویدیځ فکري او تهذیبي سیلاب پر اوږو ورسره اخیستي. له فکري پلوه بشپړ متلاشي دي. دوی په نړیواله سطحه هېڅ فکري، سیاسي یا تمدني فلسفه یا ځانګړنه نلري چې د لوېدیځ تهذیب او ایډیالوژي وننګوي. یا حد اقل د دوی امتیاز وي. چين ښه اقتصاد لري خو هېڅ داسي مفکر نه لري چې د یوه ځانګړي چيني یا حتی لري ختیځ د ملتونو په نمایندګۍ د یو داسي فکر نوښت وکړي چې د نړۍ ملتونه ورته دعوت کړي. د نړۍ ټول هغه ملتونه چې د چټک پرمختګ ګامونه پورته کوي لکه: هند، برازیل او روسیه… په بنسټیز شکل اوس هم د لوېدیځ د فکر او تهذیب څخه خړوبېږي او د همغه غربي فرهنګ تقلید او پیروي ده چې په یوه او بل شکل د نړۍ د بېلا بېلو ملتونو تر منځ تکرارېږي. د نړۍ د دې سترو ملتونو سنجیده وګړي له غربي تهذیبه ستړي هم دي. ولې خو دوی هیڅ فکري منابع نلري چې ځان یا نړۍ ته د ژوند نوي تګلاره مرتبه کړي. هېڅ داسې پیغام نلري چې نړۍ ورته راوبولي. خو د اسلامي امت قضیه بیله ده. اسلامي امت د لوېدیځ د کلتوري او فکري ځواک په وړاندې د اسلام په څیر محفوظ اسماني دین لري چې له هر ډول تقلید او بدعت، او د هغه پر اصولو باندې له مصلحت څخه د محمدي دین علماؤو پاک ساتلی دی. د باطلو تهذیبونو د بیا بیا نړولو، او صالحو ملتونو د بیا بیا راپورته کولو ځواک او قدرت لري. له تاریخي پلوه نړۍ له نهایي په زړه پورې او ستراتیژیک حالت سره مخامخ ده. له یوه لوري نړۍ ورو ورو ګلوبولایزیشن ته ننوځي، یعنې نړۍ په یوه ستر کلي بدلېږي، طبعي ده چې هلته نیمګړي، تحریف شوي ادیان او فلسفې چې د افاقیت او ابدیت صفت نلري، په یوه ځانګړي قوم یا جغرافیه پورې تړلي وي، یا ملي او اسطوري شکل لري خپل افادیت او مقبولیت له لاسه ورکوي. له بل لوري په عین حال کې لوېدیځ په نړیواله سطحه خپل سیاسي او فکري نړیواليتوب او باور له لاسه ورکوي. ځکه په تېرو درېيو لسیزو کې د دوی سیاسي دوه مخیتوب او بشر ضد جنایات په ځانګړي ډول په افغانستان، عراق او فلسطین کې ټوله نړۍ پر دوی بې باوره کړې او په نړیواله ملي سطحه یو ډول لوېدیځ ضد نفسیات راټوکېدلي. نو په داسې وضعیت کې یوازینی دین چې د نړۍ د رهبریت او مدیریت لپاره پاتې کېږي اسلام دی. ځکه اسلام د مقبولیت او محبوبیت یو ډول ځانګړی صفت لري. همدا لامل دی چې د باوري اعداد او شمار پر اساس داسي اټکل کېږي چې د نړۍ د بل هر دین په پرتله اسلام په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول لوېدیځ کې تیز پرمختګ مومي او په راتلونکو څو لسیزو کې به اسلام د نړۍ له ټولو ستر مذهب وي. افغان ملت د اسلامي رسانس ریښتونی حقدار د راتلونکې اسلامي نړۍ د رهبریت لپاره، یا د یوه واضح او ښکاره رسانس لپاره د نړۍ د بل هر مسلمان ملت په پرتله افغانان د دې ابتکار او تاریخی ویاړ وړ او حقدار دي. ځکه موږ د بل هر مسلمان ملت په نسبت د اسلامي فکر، ایډیالوژۍ او جذبې څخه مالامال ملت لرو. چې د تیرې یوې پیړۍ جهاد او قربانۍ یې ښکاره مثال دي. یوازینی ملت دی چې د غربي فرهنګ او دجالي فتنو څخه د نړۍ د بل هر مسلمان ملت په نسبت خوندي پاتې شوی. یوازینی داسې قیادت لري چې د تاریخ له ټولو ستر قدرت او ائتلاف څخه یې نظامي او سیاسي میدان ګټلی دی نو له هره پلوه د اسلامي رسانس د دې ستر او انقلابي ابتکار لپاره مناسب دی. مګر د دې ټولو واقعیتونو برسېره که د افغانستان اسلامي امارت په واقعي او ریښتوني مانا د اسلامي رسانس او ویښتابه دا مبارک او مقدس ویاړ هم خپلول غواړي نو ځینو سختو مجاهدانه او مجتهدانه ګامونو اخیستلو ته اړتیا ده: ۱- په افغانستان کې په ولسي او رسمي سطحه د لوېدیځ فکري او سیاسي رعب او اغیز له منځه وړل. هغه اوازونه، منابع او افکار تصفیه کول چې په شعوري او غیر شعوري توګه په افغاني ټولنه کې د لوېدیځ د فکري رعب او تأثیر لامل ګرځي. یا پر فرهنګي او سیاسي اصولو د مصلحت او جوړ جاړي توصیه کوي او د دې بالعکس پر داسې یو فکري او عملي لایحه کار کول چې د افغانستان د عوامو او خواصو د فکري او عملي اصلاح، ویښتابه او پر دین د اعتماد او کفر څخه د نفرت ذریعه وګرځي. په نتیجه کې به د افغانستان د وګړو او چارواکو د هدف او ارمان تر منځ پیوستون او یووالی راشي، او د سترو پرېکړو او بنسټیزو بدلونونو لپاره به ذهنونه تیار وي او یو د بل سره به همکاري کوي. هغه که د مکاتبو او مدرسو په مدغم کولو کېږي، که بله لاره او طریقه لري. د دې لپاره باید موږ د نړۍ له روان او راتلونکې سیاسي وضعیت څخه عامه پوهاوی ولرو. یعنې باید موږ د افغانستان، سیمې او نړۍ له سیاسي وضعیت او موقعیت څخه ښه خبر یو. داسې نه وي چې موږ تر اوسه زموږ د شل کلنې مبارزې او اتل ولۍ سیاسي یا نظامي تحلیل نشو کولای چې ایا امریکا دلته ماتې خوړلې او که نه؟ او دا ماتې په څه مانا ؟ امریکا د افغانستان او عراق له شل کلن جنګ څومره زیان لیدلی، او دا زیان د نړۍ پر سیاسي او اجتماعي چاپېریال څومره اغېز کړی. کله چي موږ د نړیوالې لوبي ستر لوبغاړي یو او بیا هم د نړۍ واقعي سیاسي وضعیت نشو اټکل کولای، دا زموږ د ملتونو او چارواکو د فکري او سیاسي لرلید او برداشت د اختلاف لامل ګرځي او دا د نظر اختلاف ته د دښمن ورپام دي ځکه نو تبلیغات کوي چې: اسلامي امارت له فکري پلوه تقسیم شوی، یا په امارت کې بدلون راغلی، ځینې له نړۍ سره لاره وړي او ځینې پر خپلو عنعناتو، اصولو او نهادونو سخت ولاړ دي او حال دادی چې نړۍ خو باید زموږ په باره کې له یوه نظر پرته بل نظر نه ولري چې موږ له هغه ایمان، باور او یقین سره سیاسي پرېکړي کوو؛ له کوم ایمان او باور سره چي مو دا شل کاله مبارزه کوله. اوس هم باید د بې تفاوتۍ، وېرې او فشار سیاست غوره نه کړو. ځکه دا خو دا نورو اسلامي هېوادونو دا سل کاله تجربه کړی له ذلته پرته یې بل څه نه دي تر لاسه کړي. کله چې د ټولنې بانفوذه وګړي د امریکا او لوېدیځ انزوایي او کاواکه وضعیت نشي درکولای او د حالاتو اړوند مختلف لرلید ولري نو د سیاسي پرېکړو په وخت کې له خپلواک او باوري ذهنیت سره پرېکړه نشو کولای. بلکې پر نرم او مات سیاست به ټینګار کوو. او دا هغه وخت ډیر تاوان کوي کله چې د نړۍ سیاسي حالت په تیزی سره بدلیږي( لکه اوسنی وضعیت) او یو داسې صورت حال یې غوره کړی وي چې موږ باید پېښو ته چټکه رسیدګي وکړو، فرصتونه ضایع نکړو، له ځیرکې او سختې ډیپلوماسۍ کار واخلو. ځکه په داسې وضعیت کې سست دریځ موږ د نړیوال سیاست له مرکزه په حاشيه کې ساتي. ۲- د اسلامي نړۍ د رهبریت لپاره دا اړینه ده چې موږ یوه افاقي یا پراخه سیمه يیزه بهرنۍ پالیسي تدوین کړو. چې هدف او محور یې یوازې زموږ او ستاسو سیاسي او فکري بقا نه وي. بلکې د ټول امت د فکري او سیاسي اصلاح او رسانس ذریعه وګرځي. موږ باید ټولو اسلامي ملتونو ته د خپلې تیرې پیړۍ د فتوحاتو او کامیابیو، د الله تعالی د ښکاره نصرت کېسه وکړو. چې څرنګه موږ په غربت، بی کسۍ او بی وسۍ کې په کانټینرونو ډالرو ته شا کړه او یوازې پر الله تعالی باندې د ایمان او باور پر مټ یوه پیړۍ وجنګیدو او الله تعالی زموږ سره پر خپله وعده وفا وکړه؛ د بغاوت، فتحې او شهادت له ویاړه یې همکناره کړو. کله چې زموږ پخپله بهرنۍ پالیسي کې بهرني او افاقي اهداف ولرو. نو یوه ګټه به دا وي چې موږ به ورو ورو د ازادۍ، استقلال او مبارزې پیغام تر اسلامي ملتونو ورسوو. او بل به زموږ ځوان نسل د یوه ستر یا نړیوال مسئولیت له احساس سره تل متحرکه او ویښ پاتې وي. د پیښو او حالاتو له بدلیدو سره به یې احساس، اندېښنه او فکر یوازې تر افغانستان پورې محدود نه وي. بلکې د ټول اسلامي امت د بقا د جنګ مسئولیت به ورترغاړی وي. او دا احساس به زموږ ملت ارو مرو د اسلامي رسانس تر ارمانه ورسوي. ۳- د افغانستان قیادت، علماء، دانشوران، علمي کدرونه او ادارې د نړیوال اسلامي قیادت او رهبریت لپاره باید پالیسي او تګلاره مرتبه کړي. د قانون، فقې، اجتماعي او سیاسي علومو یو داسي دائرة المعارف تدوین کړي چې د غرب له لټریچر څخه بې نیازه د نړۍ ، ژوند او ټولنې لپاره یو نوی دیني لیدلوری ولري. د مسلمانو ملتونو د ویاړ او نوري نړۍ ته د تقلید وړ وګرځي . له دې سره باید علماء او دانشوران د افغانستان ملتونه د ازادۍ ، استقلال، ویښتابه او ملي عظمت په ارزښت حتی پوه کړي. له بده مرغه زموږ د ملت یوه ستره برخه اوس هم د سیاسي او دیني استقلال په مفهوم او ارزښت ندي پوه ! زه وایم څرنګه یو ټولۍ د یوه داسې بیرغ او قیادت په اهمیت او ارزښت نه پوهېږي چې له څلوېښتو سترو قدرتونو یې سیاسي او نظامي میدان وړی وي. څرنګه په افغانستان بلکې سیمه کې د دې ستر انقلاب او ستر ویاړ ادراک نشي کولای. چې کفر او اسلام اعتراف ورباندې کوي. نو د دې کمزوریو باید ادراک وشي او د افغانستان ملت دې ټول داسي وروزل شي چې په هر ډول انقلابي، جهادي او پرېکړو او سیاستونو کې زموږ سره مرسته وکړي. او که زموږ قیادت یا ولسونه د سستي او غفلت مظاهره وکړي، ستړیا احساس کړي، ځان بې مسئولیته وګڼي؛ نو موږ به یوازې د تاریخ ښاغلي یو. او د وخت په تر ټولو مقدس او مبارک مهم کې به مو، چې اسلامي رسانس دی، هیڅ برخه نه وي او نړۍ به مو په یوه ناکام او بایللي ملت پیژني. که موږ خپله دعوه ثابته نه کړو، خپل اهداف په خپلواک او مستقل شکل ترلاسه نکړو، نو بیا به تاریخ زموږ ویاړونه، قرباني او جهاد زموږ دینی عقیدې او روحیې، ملي استقلال غوښتنی ته نه منسوبوي؛ بلکې موږ به د سیمې د «سترې لوبې» د لوبغاړو د لاس آلې ګڼی. موږ باید په عملي شکل دا ثابته کړو چي موږ نه د انګلیس نه د روس نه امریکا لاسپوځي و. موږ یو خپلواک ملت و او یو. نو دیني نظریه، د استقلال او نه مصلحت او نه تسلیمئ مزاج موږ ته په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول اسلامی نړۍ کې خاص ځای راکوي. او همدا زموږ او اسلامی ملتونو د قدرت اصلی راز او سرچينه ده. محمد اشرف احرار په زړه پورې دا ده چې د نړیواليتوب لپاره کفر له همغه طرحې کار اخلي چې قرآنکریم څوارلس سوه کاله وړاندې د خپل نړیواليتوب لپاره پیاده کړې وه. یعنې په دې معنا چې فقط یو دین په ژوندانه او ټولنه کې د فعالیت حق لري او نور ټول معطل دي. که یو هېواد د بین الملل له غړیتوبه وروسته د هغه له چارټر انکار وکړي؛ له هغه هېواد سره د یوه مرتد او کافر په څېر مامله کېږي. له تهدید او نصیحت وروسته به ارومرو د بین الملل له نظامي او اقتصادي سزا سره مخامخ کېږي. د نړۍ د هري جغرافیې، هر دین او فلسفې په نسبت د اسلام دین او ملتونه د کفر د دې فکري استعمار او نړیوالتوب په وړاندې خنډ دي. ولې نو طبعي ده چې د اور او بارودو په هره لوبه کې به دوی ښکېل وي. ځکه اسلام یوازینی نړیوال دین پاتې شوی او لا یې هم دعوه لري. د فکري او تمدني ظرفیت، جغرافیایي موقعیت، افرادي قوت له پلوه اسلام د لوېدیځ لپاره یوازینی او واقعي خطر دی او حتی لوېدیځ یې د خپلې ناکامۍ او نابودۍ په احساس پوه کړی دی. د قدرت په کشمکش او سیالي کې نظامي او پوځي عناصرو د اتومي وسلو له پیدا کېدو وروسته خپل اولویت بایللی دی او ځای یې اقتصادي او فکري عناصرو ته پرې ایښی دی،خو ولې په نړۍ کې د بېلا بېلو اقتصادي قدرتونو له رابرسېره کېدو سره نړۍ نوره د اقتصادي توازن ولوري ته ځي او د هر هېواد اقتصادي بقا به د بل هېواد په اقتصادي بقا پورې تړلې وي. له دې سره اقتصاد ملتونو ته دومره حیاتي بڼه خپله کړې چې موږ یې په امنیتي یا نظامي عنصر کې منحل ګڼلای شو. یوازینی عنصر چې پاتې کېږي د ملي سیاستونو تر منځ به بې انډولي رامنځته کوي هغه فکري او دیني عنصر دی. ولې چې فرهنګي یا فکري منابعو ته ملتونه په برابر ډول لاس رسی نلري؛ نو همدا به د دوی تر منځ د راتلونکې نړۍ د سترو جنګونو اساسي علت وي. همدې حقیقت په کتلو سره د نړیوالو اړیکو یو نامتو مفکر سامول هنټنګټن SAMUEL P. HANTINGTONد سړې جګړې وروسته د راتلونکې نړۍ په سیاسي چارو او سیستم کې د «جیو کلچر» نظریه وړاندې کړه. یعنې په نږدې راروانه نړۍ کې به د جنګ او سولې په وخت کې د قدرت له ټولو مهم عنصر فکر او کلتور وي. وګورئ د هغه کتاب: (THI CLASH OF CIVILIZATIONS AND THE REMAKING OF WORLD ORDER) موږ له فکري پلوه ستر قدرت یوپه اقتصادي او نظامي قدرت کې نړیوالو قدرتونو اوس د امامانو مقام خپل کړی. دوی چې د ثروت د ټولولو او جلبولو لپاره کومي روا او ناروا طرحي ترتیب کړې؛ هغه د دوی د پېړیو پېړیو حرص او مادي نفسیاتو پایله ده. مسلمانان هېڅکله د ثروت، مالي امکاناتو او ذرایعو د راټولولو لپاره دومره خواري نشي ایستلای. او نه د اقتصادي چارو د پرمختګ لپاره هغه روا او ناروا لارو چارو ته اجازه ورکولای شي چې ستا بډایتوب د نړۍ او نورو ملتونو د لوږي ذریعه ګرځي. د نظامي قدرت له پلوه کفري نړۍ د خپل انتهایي پرمختللي اقتصاد او اوچت علمي او تحقیقي نصاب په پایله کې اتومي او بیالوژیکي وسلو ته لاس رسی موندلی. داسې نظامي وسائل یې تولید کړي چې د نړۍ ټولې لویې وچې، فضا او سمندرونه یې تر کنټرول او هدف لاندې دي. مواصلاتي شبکې لري. په عین حال کې پیاوړې اقتصادي او نظامي ټولنې لري. د مادي وسائلو له پلوه موږ له دوی سره سیالي نشو کولای. دا په دې معنا نه چې ګوا کې موږ بې ظرفیته یا بي کفایته یو. بلکې د مسلمانانو دیني او اجتماعي مزاج، د الله تعالی پر قدرت او اخرت ایمان، د عبادت، توکل او غنا نفیسیاتو اسلامي ملتونه داسې جوړ کړي چې مادي، تخنیکي او اقتصادي اهدافو ته اولویت نه شي ورکولای او حال دا چې د ساینس او مادي وسائلو له پلوه چې کفر، په ځانګړی ډول لوېدیځ، کومي نقطې ته رسېدلی هغه په دې چې له مادي، تخنیکي علم او ثروت سره د دوی محبت او دلچسپي د عشق او عقیدې تر کچې وه. همدې شيانو د دوی په ژوند کې د ژوند تر بلې هرې چاري اولویت او ارزښت درلود. موږ وینو چې هغه اسلامي هېوادونه چې له یوې پیړۍ راهیسې د همدې مادي او نظامي پرمختګ لپاره هر ډول هڅې کوي، حتی پر خپل دین، عنعناتو او فرهنګ یې پښې کېښودې، تر څو د لوېدیځ سره سیالي وکړي، خو بیا هم له هغوی سره په سیالي کې پاتې راغلي. دا د سعودي د ځوان او ټکني شهزاده د عربو له دیني او تاریخي نفسیاتو او اوسني وضعیت څخه ناپوهي ده او یوه تاریخي تېروتنه ده چې دی له «شرق اوسط» څخه نوې اروپا جوړوي. د عربو د قدرت اصلي سرچينه او راز د هغوی ایمان، فکر او فرهنګ دی، چې دوی له پاتې ټولې نړۍ څخه په کې ممتاز دي. له همدې امله منځني ختیځ د عربي ملتونو له لوري د یوه دوامدار فکري او دیني انقلاب له خطر سره مخامخ دی چې یو ورځ به د یوه انفجار په شکل په کې رامنځته شي. په ځانګړي ډول د فلسطین او اسرئیلو اوسنی وضعیت د دا ډول خطر اندېښنې نوري هم ډېروي. ښه اقتصاد چې اوس یې هم عرب لري د عربو د قدرت ضمانت نه شي کولای. له اسلامی نړۍ اروپا جوړول د یو مسلمان لپاره کوم شهکار نه دی. په ځانګړی ډول پدې نیت چې دا به عربي جغرافیه په یوه نړیوال قدرت واړوی، بلکې دا يوازې د اروپا تقلید دی او مقلد هیڅکله په مجتهد پسی نه شي رسیدلای. نو یوازینی قدرت چې موږ او مسلمانان یی لرو هغه د دین، ایډیالوژي او پیاوړي تهذیب قدرت دی، چې د نړۍ بل هېڅ ملت یې په دومره اندازه نه لري لکه مسلمانان چې یې لري. د نړۍ ټول ملتونه له جاپانه تر پیرو د لویدیځ فکري او تهذیبي سیلاب پر اوږو ورسره اخیستي. له فکري پلوه بشپړ متلاشي دي. دوی په نړیواله سطحه هېڅ فکري، سیاسي یا تمدني فلسفه یا ځانګړنه نلري چې د لوېدیځ تهذیب او ایډیالوژي وننګوي. یا حد اقل د دوی امتیاز وي. چين ښه اقتصاد لري خو هېڅ داسي مفکر نه لري چې د یوه ځانګړي چيني یا حتی لري ختیځ د ملتونو په نمایندګۍ د یو داسي فکر نوښت وکړي چې د نړۍ ملتونه ورته دعوت کړي. د نړۍ ټول هغه ملتونه چې د چټک پرمختګ ګامونه پورته کوي لکه: هند، برازیل او روسیه… په بنسټیز شکل اوس هم د لوېدیځ د فکر او تهذیب څخه خړوبېږي او د همغه غربي فرهنګ تقلید او پیروي ده چې په یوه او بل شکل د نړۍ د بېلا بېلو ملتونو تر منځ تکرارېږي. د نړۍ د دې سترو ملتونو سنجیده وګړي له غربي تهذیبه ستړي هم دي. ولې خو دوی هیڅ فکري منابع نلري چې ځان یا نړۍ ته د ژوند نوي تګلاره مرتبه کړي. هېڅ داسې پیغام نلري چې نړۍ ورته راوبولي. خو د اسلامي امت قضیه بیله ده. اسلامي امت د لوېدیځ د کلتوري او فکري ځواک په وړاندې د اسلام په څیر محفوظ اسماني دین لري چې له هر ډول تقلید او بدعت، او د هغه پر اصولو باندې له مصلحت څخه د محمدي دین علماؤو پاک ساتلی دی. د باطلو تهذیبونو د بیا بیا نړولو، او صالحو ملتونو د بیا بیا راپورته کولو ځواک او قدرت لري. له تاریخي پلوه نړۍ له نهایي په زړه پورې او ستراتیژیک حالت سره مخامخ ده. له یوه لوري نړۍ ورو ورو ګلوبولایزیشن ته ننوځي، یعنې نړۍ په یوه ستر کلي بدلېږي، طبعي ده چې هلته نیمګړي، تحریف شوي ادیان او فلسفې چې د افاقیت او ابدیت صفت نلري، په یوه ځانګړي قوم یا جغرافیه پورې تړلي وي، یا ملي او اسطوري شکل لري خپل افادیت او مقبولیت له لاسه ورکوي. له بل لوري په عین حال کې لوېدیځ په نړیواله سطحه خپل سیاسي او فکري نړیواليتوب او باور له لاسه ورکوي. ځکه په تېرو درېيو لسیزو کې د دوی سیاسي دوه مخیتوب او بشر ضد جنایات په ځانګړي ډول په افغانستان، عراق او فلسطین کې ټوله نړۍ پر دوی بې باوره کړې او په نړیواله ملي سطحه یو ډول لوېدیځ ضد نفسیات راټوکېدلي. نو په داسې وضعیت کې یوازینی دین چې د نړۍ د رهبریت او مدیریت لپاره پاتې کېږي اسلام دی. ځکه اسلام د مقبولیت او محبوبیت یو ډول ځانګړی صفت لري. همدا لامل دی چې د باوري اعداد او شمار پر اساس داسي اټکل کېږي چې د نړۍ د بل هر دین په پرتله اسلام په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول لوېدیځ کې تیز پرمختګ مومي او په راتلونکو څو لسیزو کې به اسلام د نړۍ له ټولو ستر مذهب وي. افغان ملت د اسلامي رسانس ریښتونی حقدار د راتلونکې اسلامي نړۍ د رهبریت لپاره، یا د یوه واضح او ښکاره رسانس لپاره د نړۍ د بل هر مسلمان ملت په پرتله افغانان د دې ابتکار او تاریخی ویاړ وړ او حقدار دي. ځکه موږ د بل هر مسلمان ملت په نسبت د اسلامي فکر، ایډیالوژۍ او جذبې څخه مالامال ملت لرو. چې د تیرې یوې پیړۍ جهاد او قربانۍ یې ښکاره مثال دي. یوازینی ملت دی چې د غربي فرهنګ او دجالي فتنو څخه د نړۍ د بل هر مسلمان ملت په نسبت خوندي پاتې شوی. یوازینی داسې قیادت لري چې د تاریخ له ټولو ستر قدرت او ائتلاف څخه یې نظامي او سیاسي میدان ګټلی دی نو له هره پلوه د اسلامي رسانس د دې ستر او انقلابي ابتکار لپاره مناسب دی. مګر د دې ټولو واقعیتونو برسېره که د افغانستان اسلامي امارت په واقعي او ریښتوني مانا د اسلامي رسانس او ویښتابه دا مبارک او مقدس ویاړ هم خپلول غواړي نو ځینو سختو مجاهدانه او مجتهدانه ګامونو اخیستلو ته اړتیا ده: ۱- په افغانستان کې په ولسي او رسمي سطحه د لوېدیځ فکري او سیاسي رعب او اغیز له منځه وړل. هغه اوازونه، منابع او افکار تصفیه کول چې په شعوري او غیر شعوري توګه په افغاني ټولنه کې د لوېدیځ د فکري رعب او تأثیر لامل ګرځي. یا پر فرهنګي او سیاسي اصولو د مصلحت او جوړ جاړي توصیه کوي او د دې بالعکس پر داسې یو فکري او عملي لایحه کار کول چې د افغانستان د عوامو او خواصو د فکري او عملي اصلاح، ویښتابه او پر دین د اعتماد او کفر څخه د نفرت ذریعه وګرځي. په نتیجه کې به د افغانستان د وګړو او چارواکو د هدف او ارمان تر منځ پیوستون او یووالی راشي، او د سترو پرېکړو او بنسټیزو بدلونونو لپاره به ذهنونه تیار وي او یو د بل سره به همکاري کوي. هغه که د مکاتبو او مدرسو په مدغم کولو کېږي، که بله لاره او طریقه لري. د دې لپاره باید موږ د نړۍ له روان او راتلونکې سیاسي وضعیت څخه عامه پوهاوی ولرو. یعنې باید موږ د افغانستان، سیمې او نړۍ له سیاسي وضعیت او موقعیت څخه ښه خبر یو. داسې نه وي چې موږ تر اوسه زموږ د شل کلنې مبارزې او اتل ولۍ سیاسي یا نظامي تحلیل نشو کولای چې ایا امریکا دلته ماتې خوړلې او که نه؟ او دا ماتې په څه مانا ؟ امریکا د افغانستان او عراق له شل کلن جنګ څومره زیان لیدلی، او دا زیان د نړۍ پر سیاسي او اجتماعي چاپېریال څومره اغېز کړی. کله چي موږ د نړیوالې لوبي ستر لوبغاړي یو او بیا هم د نړۍ واقعي سیاسي وضعیت نشو اټکل کولای، دا زموږ د ملتونو او چارواکو د فکري او سیاسي لرلید او برداشت د اختلاف لامل ګرځي او دا د نظر اختلاف ته د دښمن ورپام دي ځکه نو تبلیغات کوي چې: اسلامي امارت له فکري پلوه تقسیم شوی، یا په امارت کې بدلون راغلی، ځینې له نړۍ سره لاره وړي او ځینې پر خپلو عنعناتو، اصولو او نهادونو سخت ولاړ دي او حال دادی چې نړۍ خو باید زموږ په باره کې له یوه نظر پرته بل نظر نه ولري چې موږ له هغه ایمان، باور او یقین سره سیاسي پرېکړي کوو؛ له کوم ایمان او باور سره چي مو دا شل کاله مبارزه کوله. اوس هم باید د بې تفاوتۍ، وېرې او فشار سیاست غوره نه کړو. ځکه دا خو دا نورو اسلامي هېوادونو دا سل کاله تجربه کړی له ذلته پرته یې بل څه نه دي تر لاسه کړي. کله چې د ټولنې بانفوذه وګړي د امریکا او لوېدیځ انزوایي او کاواکه وضعیت نشي درکولای او د حالاتو اړوند مختلف لرلید ولري نو د سیاسي پرېکړو په وخت کې له خپلواک او باوري ذهنیت سره پرېکړه نشو کولای. بلکې پر نرم او مات سیاست به ټینګار کوو. او دا هغه وخت ډیر تاوان کوي کله چې د نړۍ سیاسي حالت په تیزی سره بدلیږي( لکه اوسنی وضعیت) او یو داسې صورت حال یې غوره کړی وي چې موږ باید پېښو ته چټکه رسیدګي وکړو، فرصتونه ضایع نکړو، له ځیرکې او سختې ډیپلوماسۍ کار واخلو. ځکه په داسې وضعیت کې سست دریځ موږ د نړیوال سیاست له مرکزه په حاشيه کې ساتي. ۲- د اسلامي نړۍ د رهبریت لپاره دا اړینه ده چې موږ یوه افاقي یا پراخه سیمه يیزه بهرنۍ پالیسي تدوین کړو. چې هدف او محور یې یوازې زموږ او ستاسو سیاسي او فکري بقا نه وي. بلکې د ټول امت د فکري او سیاسي اصلاح او رسانس ذریعه وګرځي. موږ باید ټولو اسلامي ملتونو ته د خپلې تیرې پیړۍ د فتوحاتو او کامیابیو، د الله تعالی د ښکاره نصرت کېسه وکړو. چې څرنګه موږ په غربت، بی کسۍ او بی وسۍ کې په کانټینرونو ډالرو ته شا کړه او یوازې پر الله تعالی باندې د ایمان او باور پر مټ یوه پیړۍ وجنګیدو او الله تعالی زموږ سره پر خپله وعده وفا وکړه؛ د بغاوت، فتحې او شهادت له ویاړه یې همکناره کړو. کله چې زموږ پخپله بهرنۍ پالیسي کې بهرني او افاقي اهداف ولرو. نو یوه ګټه به دا وي چې موږ به ورو ورو د ازادۍ، استقلال او مبارزې پیغام تر اسلامي ملتونو ورسوو. او بل به زموږ ځوان نسل د یوه ستر یا نړیوال مسئولیت له احساس سره تل متحرکه او ویښ پاتې وي. د پیښو او حالاتو له بدلیدو سره به یې احساس، اندېښنه او فکر یوازې تر افغانستان پورې محدود نه وي. بلکې د ټول اسلامي امت د بقا د جنګ مسئولیت به ورترغاړی وي. او دا احساس به زموږ ملت ارو مرو د اسلامي رسانس تر ارمانه ورسوي. ۳- د افغانستان قیادت، علماء، دانشوران، علمي کدرونه او ادارې د نړیوال اسلامي قیادت او رهبریت لپاره باید پالیسي او تګلاره مرتبه کړي. د قانون، فقې، اجتماعي او سیاسي علومو یو داسي دائرة المعارف تدوین کړي چې د غرب له لټریچر څخه بې نیازه د نړۍ ، ژوند او ټولنې لپاره یو نوی دیني لیدلوری ولري. د مسلمانو ملتونو د ویاړ او نوري نړۍ ته د تقلید وړ وګرځي . له دې سره باید علماء او دانشوران د افغانستان ملتونه د ازادۍ ، استقلال، ویښتابه او ملي عظمت په ارزښت حتی پوه کړي. له بده مرغه زموږ د ملت یوه ستره برخه اوس هم د سیاسي او دیني استقلال په مفهوم او ارزښت ندي پوه ! زه وایم څرنګه یو ټولۍ د یوه داسې بیرغ او قیادت په اهمیت او ارزښت نه پوهېږي چې له څلوېښتو سترو قدرتونو یې سیاسي او نظامي میدان وړی وي. څرنګه په افغانستان بلکې سیمه کې د دې ستر انقلاب او ستر ویاړ ادراک نشي کولای. چې کفر او اسلام اعتراف ورباندې کوي. نو د دې کمزوریو باید ادراک وشي او د افغانستان ملت دې ټول داسي وروزل شي چې په هر ډول انقلابي، جهادي او پرېکړو او سیاستونو کې زموږ سره مرسته وکړي. او که زموږ قیادت یا ولسونه د سستي او غفلت مظاهره وکړي، ستړیا احساس کړي، ځان بې مسئولیته وګڼي؛ نو موږ به یوازې د تاریخ ښاغلي یو. او د وخت په تر ټولو مقدس او مبارک مهم کې به مو، چې اسلامي رسانس دی، هیڅ برخه نه وي او نړۍ به مو په یوه ناکام او بایللي ملت پیژني. که موږ خپله دعوه ثابته نه کړو، خپل اهداف په خپلواک او مستقل شکل ترلاسه نکړو، نو بیا به تاریخ زموږ ویاړونه، قرباني او جهاد زموږ دینی عقیدې او روحیې، ملي استقلال غوښتنی ته نه منسوبوي؛ بلکې موږ به د سیمې د «سترې لوبې» د لوبغاړو د لاس آلې ګڼی. موږ باید په عملي شکل دا ثابته کړو چي موږ نه د انګلیس نه د روس نه امریکا لاسپوځي و. موږ یو خپلواک ملت و او یو. نو دیني نظریه، د استقلال او نه مصلحت او نه تسلیمئ مزاج موږ ته په ټوله نړۍ کې په ځانګړي ډول اسلامی نړۍ کې خاص ځای راکوي. او همدا زموږ او اسلامی ملتونو د قدرت اصلی راز او سرچينه ده. محمد اشرف احرار