ماليې وزارت وايي چې د دې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی ریاست پلاوي پروان، کاپیسا او پنجشیر ته سفرونه وکړل
د مالیې وزارت د کورنۍ پلټنې لوی رئیس ملا عبدالهادي ابرار په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو ته سفر وکړ، څو د مستوفیتونو د چارو ارزونه وکړي او له مسئولینو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړي.
پلاوي د سفر پر مهال د پلټنې ارزښت، مؤثریت او اهمیت په اړه له اړوندو مسئولینو سره مفصلې خبرې وکړې. هغوی وویل، چې د مالیې وزارت رهبري د مستوفیتونو او ګمرکونو په چارو کې د شفافیت او اصلاحاتو راوستلو ته ژمنه ده، او دا هدف یوازې د ادارو ترمنځ د همغږۍ او ګډ کار له لارې ترلاسه کېدای شي.
همداراز، د پلټنې لوی ریاست پلاوي د پخوانیو پلټنو پر بنسټ ورکړل شويو سپارښتنو د تطبیق څرنګوالی تعقیب کړ او مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه چې یادې سپارښتنې په ټاکلي موده کې پلي او راپورونه د ریاست سره شریک کړي.
په پای کې، پلاوي د مستوفیتونو کاري راپورونه وکتل، ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل، او ډاډ یې ورکړ چې د مالیې وزارت مشرتابه ته به یاد موارد ورسوي. هغوی له مسئولینو وغوښتل چې د پخوا په څېر له ریاست سره ریښتینی همکاري او همغږي ولري.
د یادونې وړ ده چې یادو ادارو د تېرې دورې د پلټنو ډېری سپارښتنې پلي کړي او هیله ده چې پاتې سپارښتنې به هم ژر تر ژره عملي شي.