د سرحدي پولیسو ریاست؛ تېرو دوو اونیو کې د بېلابېلو توکو د قاچاق په تړاو ۲۶ تنه شکمن کسان ونیول شول
تېرو دوو اونیو کې د افغانستان سرحدي پولیسو ۲۶ تنه کسان د قیمتي ډبرو قاچاق، جعل او نورو ناقانونه فعالیتونو په تور نیولي دي.
یاد شکمن کسان د کابل او بلخ نړیوالو هوايي ډګرونو، او همداراز د حیرتان، پل ابریشم او اسلامقلعه ځمکنیو بندرونو کې نیول شوي، چې له دوی سره نږدې ۵۵ کیلوګرامه قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې او د قیمتي ډبرو میدهګې هم ضبط شوي.
د سرحدي پولیسو لوی رئیس، الحاج مولوي حزبالله افغان ویلي، د ا.ا.ا مشرتابه د هدایت سره سم، سرحدي پولیس هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د قانون څخه سرغړونه وکړي او د هېواد له خاورې ناقانونه ګټه واخلي