کونړ کې د میلیونونو افغانیو په ارزښت بيلابيلې رغنیزې پروژې پلي شوي دي.
د کونړ ولایت وياند عبدالغني مصمم وایي، تیر ۲۰۲۴ م.کال کې د اسلامي امارت او مرستندویه موسیسو له خوا د کونړ ولایت په بیلابیلو ولسوالیو کې د (۲۸۳۵۸۸۰۰۰) افغانیو په ارزښت ۲۳۹ پروژې پیل شوي، چې له ډلې څخه يې ۱۲۹ پروژې بشپړې او د ۱۱۰ نورو پروژو چارې لا دوام لري.
ښاغلي مصمم وویل ددغو پروژو پر مټ زرګونو کسانو ته د لنډ مهاله کاري فرصتونو برابرېدو ترڅنګ روغتیا، کرنې، پوهنې اوبو رسولو او نورو بېلابېلو برخو کې پرمختګونه رامنځته شوي، چې په ټولنیزو او اقتصادي برخو کې به مهم رول ادا کړي.