پنجشیر کې د ترافیکي پېښې له امله څلور تنه ټپیان شوي.
د پنجشیر ولایت رخه ولسوالۍ د تندي خوجه سیمه کې نن ماسپښین شاوخوا درې بجې یو پورتینر موټر د چلوونکي د نهپاملرنې له امله واوښت، چې له امله یې څلور تنه ټپیان شول.
ټپیان د رخه امنیه قوماندانۍ د سرتېرو لخوا د رخه ولسوالۍ روغتون ته لېږدول شوي، چې د چارواکو په وینا، روغتیايي حالت یې د اندېښنې وړ نه دی.
چارواکي وايي، د دا ډول پېښو د مخنیوي لپاره اړینه ده چې موټر چلوونکي ترافیکي اصول رعایت کړي او له بېاحتیاطۍ څخه ډډه وکړي.