د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت؛ کندز کې د ۱۰۵ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق مخه ونیول شوه.
د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت وايي چې د کندز ولایت په چوغه سیمه او د خانآباد ـ تخار پر لویه لاره د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې د ۱۰۵ کیلوګرامه تریاکو د قاچاق هڅه شنډه شوې ده.
د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې، د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې د مدیریت منسوبینو پنځه کسان دقاچاق په تور نیولي دي. ویل شوي چې تورن کسان هڅه کوله نشه يي توکي په درېیو موټرو کې په مهارت سره ځای پر ځای او انتقال کړي.
سرچینه زیاتوي چې نیول شوي کسان تر لومړنیو څېړنو وروسته د عدلي او قضایي ارګانونو سپارل کېږي، څو د قانون له مخې ورسره چلند وشي.