د نورستان ا.ق اړوند د روغتیايي کلینیک لپاره نوې ودانۍ جوړیږي
د نورستان ا.ق وياند غلام الرحمن حيدري وايي؛ چې یاده ودانۍ د امنیه قومندان مل پاسوال مفتي محمد یوسف "جمالزي" په هڅو او د کورنیو چارو وزارت د تدارکاتو لوی ریاست په مالي ملاتړ د شاوخوا ۸ میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړېږي.
حيدري زياتوي چې ياده ودانۍ به د لابراتوار، او پې ډي، گوش و ګولون، نوکریوالۍ خونې او یو شمېر نورې پرمختللې څانګې ولري،چې په جوړیدو سره به يې د پولیسو روغتیايي اړتیاوې پوره شي.
هېره دې نه وي چې ددې ودانۍ د جوړیدو چارې به په راتلونکي کال کې پیل او په ۵ میاشتو کې به بشپړې شي.