slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د هېواد د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس احمد الله وثیق د یادې ادارې د مسوولینو په  شتون کې، په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګزیز اکباسوف سره ولیدل او خبرې یې سره وکړې.

په دغه لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ورزشي اړیکو د پراختیا پر اړه نظریات تبادله کړل او په ورزشي برخه کې ‌یې د دوه‌ اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

مولوي احمدالله وثیق د هېواد د ورزش ادارې د وروستیو فعالیتونو، برنامو او لاسته‌ راوړنو پر اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل، چې ورزش کولای شي د ملتونو ترمنځ د کلتوري او ټولنیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم رول ولوبوي. همدارنګه نوموړي وویل: چې افغانستان د دوستو هېوادونو، په ځانګړي ډول له قزاقستان سره د ورزشي اړیکو د پراختیا لپاره چمتو دی او د دواړو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د اړیکو د زیاتوالي غوښتنه یې وکړه.

 ورپسې په افغانستان کې د قزاقستان سفیر ګزیز  اکباسوف له افغانستان سره د ورزشي اړیکو په پراخېدو خوښي وښوده او ټینګار یې وکړ، چې ورزش کولای شي د ملتونو ترمنځ د اړیکو یو پُل شي او لا ډېرې همکارۍ رامنځته کړي. هغه د دواړو هېوادونو د ورزشکارانو ترمنځ د دوستانه سیالیو د ترسره کولو وړاندیز وکړ او هیله یې وښوده، چې د افغانستان ورزشکاران دې د قزاقستان په ورزشي سیالیو کې ګډون وکړي او همداراز قزاقي ورزشکاران دې افغانستان ته راوبلل شي.

په دغه لیدنه کې د المپيک، بدني روزنې او ورزش عمومي رئیس مولوي احمد الله وثیق، د یاد ریاست ورزشي مشاور قاري حیات الله رحماني، د دفتر ریاست رئیس فضل الرحمن بري، د نشراتو رئیس اتل مشواڼي او د ورزش ادارې د اړیکو مسول ارشاد الحق صدیقي ګډون کړی وو.

په پای کې دواړو خواوو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د ښو اړیکو او ورزشي همکاریو په دوام ټینګار وکړ او هیله ‌یې څرګنده کړه، چې دا تعاملات به په نږدې راتلونکي کې عملي او اغېزناکې  لاسته‌راوړنې ولري.