slider-img
slider-img
slider-img
وروستي خبرونه
image

د روسیې کرملین خبر خپور کړی چې د برېکس غړو هېوادونو مشرانو د برازیل د ولسمشر لوییز ایناسیو لولا دا سلوا په نوښت ځانګړې انلاین غونډه وکړه، څو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوداګریزو پالیسیو او د نړۍوال اقتصاد پر اوسني وضعیت بحث وکړي.

د کرملین د خپرې شوې اعلامیې له مخې، په دې ناسته کې د برېکس غړو هېوادونو د سوداګرۍ، اقتصاد، مالي او پانګونې په برخو کې د ګډو همکاریو پر لارو چارو خبرې وشوې او د اوسني نړیوال اقتصادي نظام د ستونزو د حل لپاره د یو شمېر نظرونو تبادله وشوه.

ورته مهال ټاس خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان په خپله وینا کې د لوېدیځ له لوري د یو اړخیزو اقتصادي بندیزونو پر وړاندې د ګډ میکانیزم جوړولو وړاندیز وکړ. نوموړي زیاته کړه چې نړۍ باید د عادلانه او څو قطبي نظام د بیا اعادې لپاره د بندیزونو له کارولو ډډه وکړي، او برېکس د شانګهای همکاریو سازمان په څېر کولای شي په دې بهیر کې مهم رول ولوبوي.

که څه هم تر اوسه څرګنده نه ده چې د برېکس نورو غړو هېوادونو د ایران د ولسمشر له دې طرحې ملاتړ کړی او که نه، خو شنونکي وایي دا وړاندیز ښایي د راتلونکو ناستو د اجنډا برخه وګرځي.

یاده ټولنه په ۲۰۰۶ کال کې د روسیې، چین، هند او برازیل له خوا رامنځته شوه او په ۲۰۱۱ کال کې سویلي افریقا هم ورسره یوځای شوه. د ۲۰۲۴ کال په پیل کې یو شمېر نورو هېوادونو هم د برېکس غړیتوب ترلاسه کړ، چې په منځ کې یې بېلاروس، بولیوي، قزاقستان، ټایلنډ، کوبا، یوګاندا، مالیزیا او اوزبېکستان شامل دي.

کارپوهان باور لري چې د برېکس د غړو د پراخېدو سره به دغه سازمان د نړۍوالو اقتصادي معادلو په بدلون کې لا ډېر نفوذ ولري او د لوېدیځ پر وړاندې به د متوازنې سیالۍ یوه مهمه دستګاه شي.